Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بغلان کې د طالبانو بریدونو ته د افغان‌ځواکونو ځواب

د تېرو څو ورځو راهیسې، د بغلان په مرکز پلخمري کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.

طالبانو تېره شپه، څو ځایه سخت بریدونه وکړل، چې د پلخمري ښار له دفاعي لیکو واوړي او ښار ته دننه شي، خو د پولیسو ځانګړو ځواکونو ځواب ورکړی او د هغوی د وړاندې تګ مخنیوی یې کړی دی.

شمال ختیځ کې د کومانډو د اولې لوا قوماندان صدیق الله وایي:«د بلاکونو برخه او دویم بند کې یې تهاجمي بریدونه پیل کړي دي، چې له نیکه‌مرغه تاسې وینئ، زموږ رسېدو سره دوښمن له سیمې وتښتېد.»

بل‌خوا طالبانو تېره شپه د بغلان خوست و فرنګ او ګذرګاه نور ولسوالیو مرکزونه لاندې کړل، خو افغان ځواکونو بیا د همدې بغلان ولایت، د کیله‌ګي او دوشي ولسوالیو ځینې سیمې خپل کنټرول کې کړې.

د پولیسو ځانګړو ځواکونو تېره شپه، په دفاعي لیکو کې موجود سرتېري ښه مجهز کړل چې طالبان ښار ته دننه نه‌شي.

د پولیسو د ځانګړو ځواکونو یوه قوماندان پاینده ویلي:«جګړه روانه ده او دوښمن ته مو سخت ګوزارونه ورکړل.»

د افغان ځواکونو څنګ کې ولسي پاڅونوال هم دي او هڅه کوي چې ښار ته د طالبانو د ننوتو مخنیوی وکړي.

شمال کې د ځانګړو ځواکونو د لوا رییس ارکان بصیر توخته ویلي:«نه پرېږدو چې د افغانستان د خلکو دوښمنان خپلې شومې موخې ته ورسېږي – د هغوی موخه د خلکو له‌منځه وړل او د ولایتونو ناامن کول دي.»

په پلخمري ښار کې تېره شپه د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې شوې دي او د جګړې ځای ته نږدې خلکو ټوله شپه په وېره تېره کړې.

شریک یي کړئ