Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان او امریکایي ولسمشرانو کتنه؛بایډن د دایمي ملګرتیا ژمنه کړې

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر سره سم، د امریکا ولسشمر جوبایډن افغان مشرانو سره کتنه کې د دایمي ملګرتیا خبره کړې ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله، په ځایي وخت د جمعې ورځې په ماسيښین، سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره وکتل. دا مهمه کتنه داسې مهال شوې، چې افغانستان کې امنیتي وضعیت ټکنی دی او له افغانستانه ټول بهرني ځواکونه په وتلو دي.

په دې کتنه کې د امریکا ولسمشر جوبایډن افغان مشرانو سره د دایمي ملګرتیا ژمنه کړې، داسې چې افغانستان کې د امریکا د اوږدې جګړې ختمېدو کې هڅې هم وشي.

تر دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله د امریکا د دفاع له وزیر لوېډاسټین سره په پنټاګون کتلي وو.

د اسوشټیډپریس د خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر جوبایډن افغانستان سره د همکارۍ ژمنه کړې، خو ټینګار یې کړی چې اوس یې وخت چې امریکایي ځواکونه خپلو کورونو ته ستانه شي.

جوبایډن افغان مشرانو سره د کتنې په پیل کې ویلي:«افغانان باید خپلې راتلونکې په هکله پرېکړه وکړي.» بایډن افغانستان سره د دایمي ملګرتیا په تړاو ډېر جزییات نه‌دي وړاندې کړي.

ولسمشر غني تر دې وړاندې د امریکا د ولسي جرګې له مشرې نانسي پلوسي سره هم کتلي.

ولسمشر غني سره د مېرمن پلوسي ګډه خبري غونډه کې، مېرمن پلوسي وویل:«داسې حال کې چې موږ د اړیکې نوي پړاو ته روانېږو، خو زه لیواله یم، چې له تاسې واورم چې څرنګه کولی شو دا اړیکې بشرپالو مرستو سره وغځوو.»

مېرمن پلوسي زیاته کړې:«زه په لیوالتیا د بشري مرستو له لارې د اړیکو د پیاوړتیا څرنګوالي لپاره تاسې سره خبرو ته په تمه یم.»د امریکا د ولسي جرګې مشرې دا هم ویلي:«زموږ اړیکه ژوره او ځانګړې ده. یو ځل بیا وایم چې کانګرس ماڼۍ ته ستاسې راتګ موږ ته مهم دی. ډاډه یم چې دا سفر مهم دی.»

ولسمشر غني ویلي، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په هکله د امریکا د ولسمشر جوبایډن پرېکړه ستراتيژیکه وه او "موږ ورته درناوی کوو."

ولسمشر غني زیاته کړې:«دا زموږ د ملګرتیا نوی باب دی. زموږ ستراتیژیکې اړیکې او د امریکا خلکو سره زموږ د خلکو اړیکه او د امریکا له دولت سره د افغان دولت اړیکه، هغه څه چې زموږ پام پرې ورټول دی.»

د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره تر کتنې وروسته ولسمشر غني یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې کتنه یې "ګټوره" وه.

ولسمشر د پوځ لیکو کې د نورو افغانانو نوم‌لیکنه یوه هیله یاده وکړه خو په پرتو ستونزو یې اعتراف هم وکړ. ولسمشر وویل، د ځواکونو د ایستلو په هکله د امریکا د ولسمشر پرېکړه د افغانستان پرېښودل نه، بلکې د کابل او واشنګټن ترمنځ د نوي باب پیل دی.

ولسمشر غني ویلي، اوس اصلي موضوع د ټیکاو راوستلو ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه