Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشرغني: افغانان زور ته نه تسلیمېږي – طالبان دې اوربند وکړي

د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله بیا ویلي، تر هغو چې طالبان د خبرو لارې بندې نه‌کړي د جمهوریت لوری به خبرو ته دوام ورکوي.

ولسمشر محمد اشرف غني په ځایي وخت د جمعې په ورځ واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې افغانان زور ته نه تسلیمېږي او طالبان دې اوربند وکړي، چې سیاسي بهیر کې راګډ شي.

ولسمشر غني امریکا ته د خپل سفر په پای کې خبریالانو ته وویل، چې افغان امنیتي ځواکونه د امنیت ټینګښت ته چمتو دي. ولسمشر ټینګار وکړ چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړې ته درناوی کوي.

ولسمشر غني زیاته کړې:«زور داسې لار نه ده چې افغانان ورته تسلیم شي. موږ لا هم پر طالبانو غږ کوو چې اوربند وکړي او سیاسي بهر کې دې راګډ شي، ځکه چې سیاسي توافق د جګړې د ختم لاره ده. هغسې چې پخواني امریکایي سیاستوال لینکلن ویلي، دوښمن سره تر ټولو غوره چلن دادی، چې هغه خپل دوست کړي.»

ولسمشر غني دا هم ویلي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو سره د کابل – واشنګټن د اړیکو نوی باب پرانیستل شوی دی.

ولسمشر غني زیاته کړې:«موږ د بهرنیو ځواکونو د ایستلو پرېکړې ته درناوی کوو. موږ بشپړ راضي یوو، په کومه لاره چې دا ګام اخېستل شوی دی، چې د افغانستان څنډې ته کول نه‌دي بلکې د اړیکو نوی باب دی.»

په همدې حال کې د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله بیا ویلي، تر هغو چې طالبان د خبرو لارې بندې نه‌کړي د جمهوریت لوری به خبرو ته دوام ورکوي.

ښاغلي عبدالله ویلي:«د افغانستان ټول خلک سوله‌ییز حل غواړي. نو پرته له دې څه غواړئ؟ ټول عمر جګړه؟ دا حل لاره نه‌ده. د ټرمپ د حکومت په وخت کې مذاکراتو ته هیله‌مندي ډېره وه، اوس هغسې نه‌ده.»

له دې ټولو سره د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، عرب‌نیوز سره مرکه کې ویلي، که طالبان له پوځي لارې پر ټول افغانستان حاکم شي، پاکستان به د دغې ډلې خلاف هېڅ نظامي اقدامي و نه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه