د ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح نن (یکشنبه د چنګاښ په ۶ مه) ویلي، چې امریکا ته د ولسمشر غني دوه ورځنی سفر خورا ګټور وو او پام وړ لاستهراوړنې یې شته.
ولسمشر غني سره امریکا ته په سفر کې، د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله، لومړی مرستیال یې امرالله صالح، د مليامنیت سلاکار یې حمدالله محب، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د مذاکراتي پلاوي غړی عبدالمتین بېګ او ځینې نور چارواکي مله وو.
ولسمشر غني او مل پلاوي یې د امریکا له ولسمشر جوبایډن، د کانګرس له مشرې نانسي پلوسي، د امریکا د دفاع وزیر لوېډاسټین، د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جېک سالیوان او د امریکا د کانګرس له ځینو غړو او امریکایي سیاستوالو سره کتلي وو.
اوس ښاغلي صالح د دې سفر ځینې مهمې برخې پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه خپرې کړې دي.
ښاغلي صالح لیکلي د دې سفر مهمه موخه، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او ګډه همکاري وه.
د ښاغلي صالح په وینا، ډېر بحثونه پر هغو لارو راټول وو چې افغانستان سره د امریکا امنیتي – دفاعي، پراختیایي او بشرپالې مرستې څرنګه ولګول شي؟
د ولسمشر لومړي مرستیال لیکلي، په دې سفر کې د افغان سولې بهیر وضاحت ورکړل شوی، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت تراوسه د سولهییز حل له ژمنې نه دی اوښتی.
ښاغلي صالح لیکلي، افغان پلاوي ټينګار وکړ چې د افغانستان اسلامي جمهوریت به له خپلې خاورې او دولتي حاکمیت نه دفاع لپاره، په قانوني لارو چارو پام ورټول ساتي.
د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، ولسمشر غني څرګنده کړه چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړې ته درناوی کوي.
د ښاغلي صالح په وینا د امریکا ولسمشر جوبایډن په یوه "دوستانه فضا" کې وویل، چې:«د افغانستان خلک دې پوه شي، چې بایډن سپینه ماڼۍ کې د هغوی دوست دی. هغه خبرې ناسمې دي چې موږ په خپلو ژمنو ولاړ نه یوو. موږ له خپلو ملګرو کله هم مخ نه اړوو. امریکا له افغانستانه د امنیتي – دفاعي ځواکونو، بشري او اقتصادي مرستو برخو کې ملاتړ کوي. دغه راز ډېپلوماټیکي همکارۍ به هم وي.»
امریکا ته د ولسمشر غني او مل پلاوي سفر یې داسې مهال وو، چې افغانستان کې د تاوتریخوالي ګراف لوړ دی او د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې په زیاتېدو دی.
په دې اړه مو اندونه