Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېر ۲۴ ساعتونو کې پنځو ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي

په تېره یوه شپه او ورځ کې د بلخ، شورتپه، د میدان وردګو چک او سید اباد، د تخار رستاق او د کندهار ارغستان ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

په ولس جرګه کې د تخار د خلکو استازي وایي چې رستاق د دغه ولایت دیارلسمه ولسوالۍ ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو لاسته لوېږي.
 
د ولسي جرګې غړی حمیدالدین یولداش وايي:«شیرخان بندر سقوط وکړ، عملاً د طالبانو په کنټرول کې دی. داسې رپوټونه هم شته چې د اقینې بندر هم پرځېدلی دی. په تخار کې هم د ای خانم بندر دی چې له تاجیکستان سره پوله لري، هلته هم د دشت قلعه ولسوالۍ پرځېدلې ده، وروسته ای خانم هم سقوط وکړ.»

د هېواد په شمال، لوېدیځ او سويل کې د طالبانو لاسته د سټراټېژیکو ولسوالیو لوېدو د دې ډلې لاسته د هېواد د عایداتي برخو د لوېدو په تړاو اندېښنې زیاتې کړې دي.

د حرکت اداره او د کندوز ولایتي شورا د طالبانو له لوري د شیرخان بندر پر نیولو د اندېښنې په څرګندولو سره وایي چې د نورو بندرونو پر وړاندې هم ګواښونه زیات شوي دي.
 
د حرکت ادارې رییس حجت فضلي وویل:«په دې وروستیو کې امنیتي ستونزې زیاتې شوې دي او کله ناکله حتا د ګمرکاتو او مالیې وزارت برخکې هم کوښښ کوي چې خپل کارکوونکي له یوه ځای څخه بل ځای ته ولېږدوي.»

له دې سره هم مهاله مارشال عبدالرشید دوستم ګواښ کوي چې ډېر ژر به جوزجان ته ستون شي او له ولسمشر سره په مشوره کې په شمال کې د طالبانو د ځپلو لپاره به اقدام وکړي.

هغه چې له یوې مودې راهیسې د ناروغۍ له امله په ترکیه کې و، له طلوع نیوز سره په مرکه کې یې وویل:«اوس موږ کار پېل وو، موږ څه کار کولای شو، یو وهل خو کولای شو! زه د اردو ځوانانو ته وایم که چېرې د هر لوري نه یاست چې ورسېدم زموږ خوا ته راشئ.»
  
بل خوا د کورنیو چارو وزارت په تېرو درېیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې له طالبانو نه د ۱۱ ولسوالیو د بېرته نیولو خبر ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال نقیب الله فایق وايي:«په تېرو ۷۲ ساعتونو کې په ختیځ، سوېل او شمال کې سیمې د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلې.»

په تېرو دوو میاشتو کې د  طالبانو لاسته د هېواد ۱۰۸ ولسوالۍ لوېدلې دي. خو دولتي ځواکونه وایي چې د شاوخوا ۱۰ ولسوالیو مرکزونه یې بېرته نیولي دي.

شریک یي کړئ