یوې امنیتي سرچینې نن (دوشنبه د چنګاښ ۷ مه) وویل چې د غزني ښار د شپږمې حوزې امر یونس رمضاني ماین چاودنه کې وژل شوی او درې تنه نور ټپیان دي.
د سرچینې په وینا پېښه د رمضاني په موټر د سړک غاړې ماین چاودنې وه.
د طالبانو په ګډون کومې ډلې د چاودنې مسوولیت لا نه دی منلی.