Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دفاع وزارت: پښتون کوټ او خان چهارباغ ولسوالۍ مو بېرته راوګرځولې

ملي دفاع وزارت د پرون (دوشنبې د چنګاښ په ۷ مه) ماښام وویل چې د فاریاب پښتون کوټ او خان چهارباغ ولسوالیو مرکزونه یې بېرته له طالبانو ونیول.

د دفاع وزارت یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو دواړو ولسوالیو د مرکزونو د بېرته راګرځولو عملیات وړمه ورځ پیل شوي وو.

بل خوا ملي اردو وايي، د غزني خواجه عمري او د پروان شینوارو ولسوالیو کې مخې ته تللي دي.

په همدې حال کې پرون سرچینو ویلي وو چې طالبانو په غزني کې د درېیو او په پکتیکا کې د یوې ولسوالۍ مرکز نیولی.

له دې سره کندوز کې ځینو سیمو کې د دوو اوونیو ناکراریو نه وروسته، د یکشنې شپې راهیسې ځانګړو ځواکونو د ښار وضعیت کابو کړی دی.

د کندوز ښار خلک وايي، هټۍ او بازارونه بېرته خلاص شوي دي.

شریک یي کړئ