د پاکستان لومړي وزیر عمرانخان پرون (چهارشنبه د چنګاښ په ۹ مه) ویلي، چې پاکستان کولی شي، امریکا سره سوله کې ملګری شي، خو "کله به هم افغانستان کې جګړه کې واشنګټن سره همکار نهشي."
عمرانخان چې د پاکستان پارلمان ته یې وینا کوله، د اسلاماباد په تېرو هغو سیاستونو یې سخته نیوکه کړې، چې افغانستان کې ترهګرۍ سره مبارزې لپاره د امریکا جګړه کې د پاکستان ښکېلتیا په موخه ول.
د پاکستان لومړی وزیر وایي، اسلاماباد له ترهګرۍ سره مبارزه کې "سرښېندنه کړې، خو امریکا نه دی ستایلی او پاکستان یې غندلی او منافق یې ورته ویلی."
عمرانخان زیاته کړې:«تېر کې داسې پرېکړې وې چې موږ یې د ترهګرۍ خلاف جګړې په لومړۍ کرښه بدل وو. ما په ځلونو دا پرېکړه پوښتنې سره مخامخ کړې وه او ویلي مې وو چې زموږ یې له جګړې سره څه دي؟!»
د پاکستان لومړي وزیر ویلي:«ایا کوم هېواد د نورو په جګړه کې ځان ښکېلوي او ۸۰ زره تنه قرباني ورکوي؟ هغه څه چې امریکا ویلي، موږ ورته دوام ورکړی. پخواني ولسمشر پرویز مشرف خپل کتاب کې لیکلي، چې پیسې یې واخېستې او خلک یې ګوانتانامو ته ولېږل.»
عمرانخان دا هم ویلي:«خبره دلته نه ده ختمه، امریکا موږ ته ویلي وو، چې خپل پوځ قبایلي سیمو ته واستوو. موږ خپل ځواکونه قبایلو ته واستول. هغوی زموږ خلک وو. نتیجه یې څه شوه؟ ما چې وویل دا تېروتنه ده، طالبانو ماته د خان غږ وکړ.»
د پاکستان د لومړي وزیر دا خبرې داسې مهال دي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان کړی چې خپل ټول ځواکونه به یې د راروان سپټمبر تر ۱۱ مې له افغانستانه باسي.
د بايډن دغه اعلان پسې ناټو هم وویل، چې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه باسي.
دمګړۍ د امریکا او ناټو ګڼ سرتېري له افغانستانه وتلي او پاتې نور هم په وتلو دي.