Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پنټاګون په افغانستان کې د خپلې نوې قوماندانۍ جوړښت تایید کړ

په طرحه کې راغلي، چې سکاټ مېلر به خپل جنګي پرسونل جنرال فرانک مک‌کېنزي ته سپاري.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کُربي پرون جمعه ویلي، چې د امریکا د دفاع وزیر لوېډاسټین افغانستان کې د امریکا د قوماندانۍ نوی جوړښت تایید کړ. په دې جوړښت کې له جګړې دوو موخو ته د امریکا د پوځي ماموریت لېږدول دي. یو دا چې کابل کې د امریکا د دېپلوماټیک حضور د امنیت ټینګول او بل دا چې د افغانستان له پوځ سره د اړیکې ساتل.

د اسوشټیډپریس خبري اژانس رپوټ خپور کړی، چې د سمندري ځواک یو دوه ستوری جنرال به، افغانستان کې د امریکا د سفارت او ډېپلوماټانو د امنیت ټینګولو مسوولیت واخلي، چې پوځي دفتر به یې د امریکا په سفارت کې وي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کُربي ویلي:«په خوندي او منظمه توګه د سرتېرو رایستل موږ ته دا اسانتیا برابروي چې افغانستان کې اوسنی ډېپلوماټیک حضور وساتو. د افغانستان د خلکو او حکومت ملاتړ وکړو، چې افغانستان بیاځلې د ترهګرو لپاره خوندي ځای نه‌شي او زموږ هېواد و نه ګواښي.»

دا له هغې وروسته چې امریکایي ځواکونه د بګرام له پوځي اډې هم ووتل. افغان دفاع وزارت پرون وویل، چې د بګرام اډه افغان ځواکونه ته سپارل شوې ده.

د بګرام پوځي او هوايي اډه په تېرو شلو کلونو کې، افغانستان کې د امریکا تر ټولو لویه اډه وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه