Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چارواکي: پر بګرام ولسوالۍ د طالبانو برید ته ځواب ورکړای شو

د پروان سیمه ییزو چارواکو نن (یکشنبه د چنګاښ په ۱۳ مه) ویلي، چې پر بګرام ولسوالۍ د طالبانو ډله ییز برید ته ځواب ورکړل شوی دی.

د بګرام ولسوالۍ امنیه قوماندان شایق سنجني وايي:”طالبان تېره شپه له کاپیسا نه بګرام ته راغلي وو چې پر دې ولسوالۍ برید وکړي خو د دولتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو مقاومت سره مخامخ شول.”

د بګرام امنیه قوماندان زیاته کړې:”نښته کې یو طالب وژل شوی او یو بل یې ټپې دی. دولتي ځواکونه ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.”

له بګرامه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته دا پر دې ولسوالۍ د طالبانو لومړنی برید دی.

وړمه ورځ امریکايي ځواکونه د بګرام له اډې ووتل چۍ تر ټولو لوی مرکز یې وو.

افغان دفاع وزارت ویلي تر دې وروسته به افغان ځواکونه له بګرامه د ترهګرۍ ضد عملیات کوي.

اوس د دې پوځي اډې مسوولیت افغان ځواکونو سره دی.

شریک یي کړئ