Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غور کې ښځو د طالبانو خلاف وسلې راخېستې دي

د طالبانو خلاف بېلابېلو سیمو کې ولسي پاڅونونو سره، نن یک‌شنبه په غور ولایت کې ښځو د طالبانو خلاف وسلې راپورته کړې دي او له دولتي ځواکونو یې ملاتړ اعلان کړی دی.

پاڅونوالې وایي، د طالبانو د پینځو کلونو واکمنۍ دا ښودلې، چې هغوی د ښځو حقونه نقضوي او د بشر حقونو ته ژمن نه‌دي.

یوې مېرمنې ویلي:«د خپلو ورونو څنګ کې ولاړ یوو او د نظام ملاتړ کوو.»

وروستیو څو اوونیو کې په تخار، کندوز، هرات، بادغېس، بلخ، بغلان، ننګرهار، لغمان، جوزجان، سمنګان او کاپیسا کې عامو خلکو د طالبانو خلاف وسلې راخېستې دي.

تراوسه د دغسې کسانو کره شمېر نه‌دی معلوم.

د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه وایي، د وضعیت ښه والي سره به، دغسې ولسي پاڅونوال، د ملي ارد، ملي پولیسو او ملي امنیت د مفرزو په اډانه کې راشي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست عبدالستار میرزکوال ویلي:«هغه حرکتونه چې تېر یې ښه نه وو، راتلونکې کې اجازه نه ورکوو. یوازې د ملاتړ تر کچې موږ سره مرسته کوي او وسله‌وال به یې د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت مفرزو کې تنظیم شي.»

په همدې حال کې عطاء محمد نور چې بلخ کې د ولسي پاڅونوالو مشري کوي، مرکز کې د ځینو حکومتي چارواکو په څرګندونو بې نیوکه کړې.

ښاغلي نور ویلي:«د ځینو لوریو خبرې اوروو، چې وایي دوی څه کوي چې جګړې ته وتلي؟ وایي، چې دوی ګوندي مسوولیت لري، ښار کې دې دننه وي او جګړه دې موږ ته پرېږدي. وه ورور! لګیا یې جنګ بایلي.»

د احمد مسعود سیاسي دفتر یوه غړي صالح‌محمد ریګستاني ویلي:«هیله ده چې دا جبهه اعلان شي او ولسي پاڅونوال یو چوکاټ کې راشي.»

عام خلک پر هغو سیاستوالو نیوکه کوي، چې د اوسني بې‌ساري امنیتي بدلون په تړاو غلي ناست دي.

شریک یي کړئ