Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې د طالبانو بریدونو دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې

د هرات ولایت په چشت ولسوالۍ کې یوه امنیتي سرچینه نن (دوشنبې، د چنګاښ په ۱۴مه) وايي چې په دغې ولسوالۍ کې د ملي پوځ ځواکونو پر یوې پوستې د طالبانو په ډله ییز برید کې، د ملي پوځ ۱۶ سرتېري وژل شوي دي.

د دغې سرچینې په وینا، دغه برید تېره شپه سلما بند ته نږدې د یګاوغزه سیمه کې رامنځته شوی دی او د ملي پوځ یوه پوسته طالبانو ولکه کړې ده.

د هرات امنیتي او ځايي چارواکي د دغه ولایت په چشت ولسوالۍ کې د ملي پوځ پر پوستې د طالبانو برید مني، خو د دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په هکله څه نه وايي.

بلخوا طالبانو هم تراوسه د دغه برید په هکله څه نه دي ویلي.

دغه برید تېره شپه سلما بند ته نږدې د یګاوغزه سیمه کې رامنځته شوی دی او د ملي پوځ یوه پوسته طالبانو ولکه کړې ده.

شریک یي کړئ