Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سمنګان پولیس: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د طالبانو برید په شاوتمبول شو

سمنګان ولایت کې د پولیسو چارواکو نن (سې شنبې د چنګاښ په ۱۵مه) وویل چې د دغه ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې اته تنه طالبان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.

د سمنګان د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالمنیر رحیمي وايي چې دغه نښته تېره شپه هغه مهال رامنځته شوه چې طالبانو د حضرت سلطان ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ.

هغه وايي چې امنیتي ځواکونو د طالبانو په وړاندې مقاومت وکړ او له یوې لنډې نښتې وروسته طالبان وتښتېدل.

دا ولسوالۍ د کابل - مزارشریف د لویې لارې په اوږدو کې پرته ده.

طالبانو تېره ورځ ادعا وکړه چې د دغې ولسوالۍ مرکز یې نیولی دی.

خو د سنمګان پولیس دغه ادعا ردوي.  

د سمنګان د امنیه قومندانۍ ویاند وايي چې طالبانو تېره شپه د حضرت سلطان ولسوالۍ د نیولو لپاره هڅه وکړه.

شریک یي کړئ