Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان مشهور دلربا غږونکي استاد امرالدین ژوند ته یوه کتنه

د هېواد وروستی دلربا غږونکی استاد امرالدین چې په سلګونه سندرو کې یې دلربا غږولې له څلورو کلونو راهیسې د دلربا له غږولو لوېدلی دی.

استاد امرالدین د پخواني سندرغاړي استاد رحیم بخش له شاګردانو شمېرل کېږي او په ملي راډيو ټلوېزیوون کې یې په سیمه ییزې موسیقۍ او غزل سندرو کې د هېواد له ډېرو مطرحو سندرغاړو سره دلربا غږولې ده.

له دې سره سم، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دلربا د موسیقۍ د ژوندي ساتلو لپاره دوو ځوانانو ته د دلربا د غږولو روزنه ورکوي.

دلربا د هندي موسیقۍ یوه اله ده او له ۱۵۰ کلونو راهیسې د افغانستان په سیمه ییزې موسیقۍ کې راګډه شوې ده.

استاد امرالدین اوس پنځه اویا کلن دی. هغه د عمر د ډېروالي او زهیروالي له امله له څلورو کلونو راهیسې بیا دلبربا نه ده غږولې او له خپل پلار نه په میراث ورپاتې کور کې له خپلو زامنو او لمسیانو سره ژوند کوي.

استا امیرالدین د محلي موسیقۍ لپاره ۶۰ کاله خدمت کړی دی.
 
دلربا غږونکی استاد امرالدین وویل:«هر څوک چې راډیو ټلوېزیون ته راته هیله یې کوله بیا یې زه لېږلم زه تللم او ورسره کار مې کاوه.»

که څه هم چې اوس دلبربا نه غږوي، خو اوس یې هم د خونې په یوه ګوټ کې د خپل هویت د یوه وسیلې په توګه ځړولې ده.

استاد امرالدین د خپل یوه زوی په ګډون ګڼو کسانو ته دلبربا ورزده کړې ده، خو د زوی په ګډون یې شاګردانود دلبربا غږولو ته دوام ورنه کړ او له همدې امله تر دې مهاله استاد امرالدین د هېواد د وروستي دلربا غږونکي په توګه پېژندل کېږي.

 د استاد امیرالدین زوی هارون حمیدي وايي:«له استاد رحیم بخش سره یې کار کړی دی. له استاد قاسم سره یې کار کړی دی. له سلیم بخش سره یې کار کړی دی. هغه استادان چې په هېواد کې مشهور او پېژندل شوي دي له ټولو سره یې کار کړی دی.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د موسیقٌۍ ریاست چې په دودیزه یا محلي موسیقي کې د دلربا له منځه تلو ته اندېښمن دی، د موسیقۍ د دې آلې د ژوندۍ ساتلو لپاره يې پر صمیم او عرفان پانګونه کړې ده.

عرفان دیارلس کلن او لا د ښوونځي زده کوونکی دی او صمیم د کمپیوټر ساینس څانګې لیسانس لري.
                                                                                                                          
دلربا غږونکی صمیم احساس وايي:«کله چې موږ کډوال و او په پاکستان کې مو ژوند کاوه د هند له موسیقۍ په ما کې دا علاقه پیدا شوه.»
 
دلربا غږونکی عرفان شمیم هم وویل:«زما کورنۍ لېواله وه چې زه دلربا غږول زیاده کړم او په خپله هم د دلربا زده کولو ته لېواله وم چې دا اله په علمي توګه زده کړم.»
 
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د موسیقۍ رییس احسان عرفان څرګندوي:«دلربا ته په اصطلاح یوه کمانچه يي اله وايي چې له کمانچې سره غږول کېږي. د سیمونو شمېر یې هم زیاد دی. یو ډېر وخت ته اړتیا ده چې زده کوونکی له دغو سیمونو سره اشنا شي.»

دلبربا په دودیزه موسیقي کې یوه ډېره مهمه آله ده، که څه هم چې د موسیقۍ دغه آله هندۍ ده،خو ۱۵۰ کاله کېږي چې له محلي موسیقي سره ګډه شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه