Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چارواکي: کندهار کې د طالبانو برید ته ځواب ورکړل شو

د کندهار ښار پر اوومې حوزې د طالبانو برید کې، د امنیتي ځواکونو دوه پوستې دغې ډلې نیولې دي.

که څه هم تر کندهار ښاره د طالبانو رسېدو اندېښنې راولاړې کړې دي، خو سیمه‌ییز چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو د طالبانو بریدونو ته ځواب ورکړی دی.

په ورته وخت کې له نیمروزه رارسېدلی خبر وایي، چې طالبانو پر چخانسور ولسوالۍ ولکه ټینګه کړې ده.

بل‌خوا ملي دفاع وزارت وایي، تېرو څه کم ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو عملیاتو کې ۱۳۰ تنه طالبان وژل شوي او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان دي.

وروسته له هغې چې طالبانو د کندهار شاوخوا ۱۰ ولسوالۍ لاندې کړې، نن سهار یې د کندهار ښار پر اوومې حوزې هم برید وکړ او د افغان ځواکونو دوه پوستې یې ونیولې، خو سیمه‌ییز چارواکي وایي، د طالبانو د مخته تګ مخنیوی یې کړی دی.

د کندهار والي روح‌الله خانزاده ویلي:«هېڅ ستونزه نه‌شته. زه د کندهار خلکو ته پوره ډاډ ورکوم. تر هغو چې موږ ژوندي یوو، طالبانو ته اجازه نه ورکوو، چې ښار ته ننوځي.»

د کندهار امنیه قوماندان سالم احساس ویلي:«وضعیت کابو دی او د اندېښنې نه‌دی. خلک دې ډاډ ولري، چې اتل بچیان به یې دفاع کوي.»

د کندهار د تخته‌پول ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد هاشم ریکوال ویلي:«موږ سره په کمین کې برابر شول غوښتل یې لویه لار باندې برید وکړي. ګڼ کسان یې وژل شوي او مړي یې پراته دي.»

کندهار کې وروستیو بریدونو په هکله د ولسي جرګې پخواني غړي لالي حمیدزي ویلي:«اوومې حوزې او د کمربندونو ځینو برخو کې ګواښ شته او موږ په پوره همغږۍ سره چمتووالی لرو او خپل سرتېري مو برابر کړي دي.»

په همدې حال، د کندوز، تخار، بغلان، هرات، غزني، فاریاب، میدان وردګ او کندهار ولایت مرکزونو کې جګړو اندېښنې راولاړې کړې دي.

ولسي جرګه کې د غزني د خلکو یوه استازي عارف رحماني ویلي:«که چېرې حکومت د جګړې تګلاره، پروګرامونو او مشرتابه کې اساسي بدلون را نه‌ولي. که خلک د حکومت شاته و نه درېږي. فکر کوم چې طالبان به ډېره فضا ومومي.»

د ملي دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزي ویلي:« د هغو سیمو د بېرته نیولو عملیات پیل شوي او روان دي، چې د دوښمن په کنټرول کې دي. دوښمن ته درنه مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده.»

د ملي دفاع وزارت شمېرې دي، چې تېرو څه کم ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو عملیاتو کې ۱۳۰ تنه طالبان وژل شوي او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان دي. خو طالبان دا شمېرې نه‌مني.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه