Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دوحه کې د مذاکراتو بیا پیل؛ دواړو پلاویو څو غونډې سره لرلې دي

په دوحه کې د سولې مذاکراتو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو مرکچي پلاویو ترمنځ له څو میاشتو بندون وروسته، دواړو لوریو په څو وروستیو ورځو کې پنځه غونډې لرلې دي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړي وايي چې دغه غونډې د دواړو لوریو د تماس ډلې ترمنځ وې او د اساسي قانون، د اوربند، د سیاسي لارې نقشې، د سیاسي ګډون او تېردونکي پړاو، بحث شوی دی.
 
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري په دې هکله وايي:«دا غونډې یوه شپه وروسته، د دواړو لوریو ترمنځ جوړېږي او په مهمو موضوعګانو خبرې کېږي.»

د دواړو لوریو ترمنځ مذاکرات د تېر لمریز کال د وږي په میاشت کې پيل شول. له هغې مودې تراوسه څه ځله دغه مذاکرات درول شوي دي.

اوس مذاکرات په داسې حال کې له سره پيلېږي چې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې په مخینې توګه زیاتوالی موندلی دی او څه باندې دوو وروستیو میاشتو کې څه باندې ۱۲۰ ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي. لکه څرنګه چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد له بي بي سي سره په مرکه کې وایي د جګړې په ډګر کې د طالبانو له پرمختګونه حیران شوی دی.

ښاغلی خلیل زاد زیاتوي:«ځينې وخت په دغو جګړو کې په سیاسي بهیر کې له خوځښت سره هم هاله ترینګلتیا زیاتېږي، ځکه ښکېل لوري غواړي چې په مذاکراتو کې غوره او پیاوړی دریځ ولري. زه د شخړې پر زیاتېدو نه بلکې د طالبانو له پرمختګونو حیران شوی یم. هیله من یم چې افغان ځواکونو د خپلو ملګرو په مرسته طالبان شاته وتمبوي، خو ټينګار کوم چې پوځي حل لاره نشته او سیاسي حل لارې ته اړتیا ده.»

طالبانو له هغې وروسته خپل بریدونه ولسوالیو ته متمرکز کړل چې امریکا او ناټو د روان زیږدیز کال د مې په میاشت کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو بهیر پیل کړ.

د امریکا ولسمشر جو بایډن دوه ورځې مخکې په خپله وینا کې وویل چې په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت د روان کال د اګسټ په ۳۱ مه پای ته رسېږي.

د ولسي جرګې د د فاعي چارو د کمېسیون رییس میرحیدر افضلي څرګندوي:«یو له هغو دلیلونو څخه چې نن موږ له دغه برخلیک سره مخ یوو، فکر کوم چې له قید او شرط پرته له افغانستانه د بهرنیانو وتل وو.»

د ولسي جرګې بل غړی نعمت الله کریاب هم وايي:«له پاکستان سره تر تفاهم پرته، په افغانستان کې د سولې او ټیکاو راوستل ناشونې دي.»

خلیلزاد دې پوښتنې ته په ځواب کې که چېرې طالبان وغواړي کابل ونیسي امریکا به مداخله وکړي که نه؟ وایي چې طالبانو ژمنه کړې ده چې د ولایتونو پر مرکزونو برید نه کوي:«طالبان پوهېږي چې اړتیا لري د افغانستان د راتلونکې د یوې برخې په توګه ومنل شي، نه دا چې منفور وي، د پوځي بریالیتوب هڅه او پر کابل برید او د حکومت تپل به ټول هغه نړۍوال څېزونه چې دوی یې غواړي له خطر سره مخامخ کړي. موږ به هغه حکومت چې په افغانستان کې د زور له لاري تحمیل شي، په رسمیت ونه پېژنو.»

بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن له خپلو پاکستاني او قطري سیالانو سره د افغانستان د سولې په هکله خبرې کړې دي او په افغانستان کې یې د سولې د راتګ لپاره د دغو هېوادونو د همکارۍ پر دوام ټينګار کړی دی.
 
له دې سره جوخت د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي چې له ناټو او امریکا سره د خبرو له مخې به انقره د حامد کرزي د نړۍوال هوایي ډګر د امنیت د ساتلو مسوولیت پرغاړه واخلي.

شریک یي کړئ