Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملي پوځ د بګرام اډې امنیتي تدابیر زیات کړي

د بګرام له هوايي او پوځي اډې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، ملي پوځ د دغې اډې د امنیت ساتلو لپاره لاس په کار شوی دی.

ملي دفاع وزارت وايي، له دغې اډې د ترهګرۍ پر ضد د عملیاتو لپاره ګټنه اخیستل کېږي.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی په دې هکله وايي:«د بګرام له هوايي اډې د جګړې د سوق ادارې د پياوړي ځای او د هوايي ځواکونو د دویمو واحدونو د ځای پر ځای کېدو لپاره کار واخیستل شي.»

د ملي پوځ افسر سید محمد هم وویل:«تر هغې چې یو څاڅکی وینه ولرو له خپل هېواد، خاورې او ناموس څخه دفاع کوو.»

امریکايي ځواکونه له شلو کلونو حضور وروسته، تېره اوونۍ د بګرام هوايي ډګر پرېښود.

د پروان یو شمېر اوسېدونکي وايي، په بګرام کې د امریکا له شل کلن حضور سره سره د هېواد په امنیتي وضعیت کې څه بدلون نه دی راغلی او د جګړې ښکېلې خواوې باید خپل اختلافونه د خبرو له لارې حل کړي.
           
د بګرام د صیاد کلي اوسېدونکی جاوېد وايي:«موږ غواړو چې زموږ مشران سره کېني او سوله وکړي چې هېواد ارام شي.»
   
د پروان د بګرام ولسوالۍ اوسېدونکی محمد عارف هم څرګندوي:«د امریکایانو له تګ سره، طالبان نور د جګړې حق نه لري. اوس جګړه مشروعیت نه لري.»

بګرام اډه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د طالبانو د بریدونو له خطر سره مخ شوې ده. که څه هم له دې اډې نه د وروستي امریکایي سرتېري تر وتلو وروسته پر دغې اډې د طالبانو د یوه برید مخه ونیول شوه، خو د پوځ ځواکونو دلته احتمالي ګواښونو ته د ځواب ورکولو لپاره ګوته په ماشه دي.
 
شریک یي کړئ