Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پولیس: غزني کې پر پوستو د طالبانو برید ته ځواب ورکړل شوی

د غزني امنیې قوماندانۍ نن (یکشنبه، د چنګاښ په ۲۰ مه) ویلي، چې د غزني ښار د کمربند پر پوستو د طالبانو بریدونو ته ځواب ورکړی شوی دی.

د غزني د پولیسو د خبرپاڼې پر بنسټ، طالبانو نن سهار د ښار، اوله، درېیمه، شپږمه او پینځمه حوزه کې بریدونه کړي چې ګډو ځواکونو یې بریدونه دفع کړي دي او طالبان له سیمو تښتېدلې دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د غزني امنیه قوماندان فضل احمد شېرزاد خلکو ته ډاډ ورکوي، چې د غزني ښار به ساتي.

په ورته وخت کې غزني کې د ملي اردو د درېیمې لوا قوماندان جنرال شېرمحمد انډیوال وایي، چې امنیتي او دفاعي بسټونه په "مېړانه" دفاع کوي.

تراوسه دې نښتو کې افغان ځواکونو او طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې څه نه‌دي ویل شوي.

طالبانو هم تر اوسه په دې هکله څه نه‌دي ویلي.

د غزني امنیه قومانداني وایي، چې طالبانو نن سهار د غزني ښار د کمربند پر پوستو بریدونه کړي، چې امنیتي ځواکونو یې ځواب ورکړی دی.

شریک یي کړئ