Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې یو پېلوټ او یو لوبغاړی وژل شوي

تېرو ۲۴ ساعتونو کې، کابل کې د ناامنۍ درې پېښې شوې دي، چې نتیجه کې یې د افغان هوايي ځواک یو پېلوټ او یو لوبغاړی وژل شوي.

طلوع‌نیوز ته سرچینو وویل، چې ناپېژاندو وسله‌والو تېره شپه، د کابل د اتمې حوزې اړوندو کې د عزیز الله په نامه یو پېلوټ وژلی دی.

طالبانو د دې پېښې مسوولت منلی دی.

خو د کابل پولیس وایي، دا کس نظامي نه وو.

د کابل پولیس دا هم وایي، چې د ښار اتمې حوزې اړوندو کې یو کس وژل شوی دی او دوی یې په هکله څېړنه کوي.

بل خوا سرچینې وایي، ناپېژاندو وسله والو، د کابل د ۱۷ مې حوزې اړوندو کې د فتاح په نامه، د ازادې مبارزې لوبې یو لوبغاړی وژلی دی.

 سرچینې وایي، فتاح ۲۱ کلن وو او د وژنې لامل یې لا نه‌دی معلوم.

په همدې حال کې د کابل پولیس وایي، نن سهار د اوولسمې حوزې اړوندو کې پر یوه کاسټر موټر چاودنه شوې، چې د پولیسو په وینا چاته په‌کې مرګ‌ژوبله نه‌ده اوښتې.

کابل کې د وروستیو دوو پېښو مسوولیت لا چا نه‌دی منلی.

کابل کې یو پېلوټ او یو لوبغاړی وژل شوي

ناپېژاندو وسله‌والو، تېره شپه د افغان هوایي ځواک یو پېلوټ د کابل د اتمې حوزې اړوندو کې وژلی دی.

شریک یي کړئ