Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ترکیه کې د موټر د چپه کېدو په پایله کې ۱۲ کډوال وژل شوي

د رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړی دی چې د ترکیې ځايي چارواکو نن یکشنبې (د چنګاښ په ۲۰مه) ویلي چې د افغان، پاکستاني او بنګله دېشي کډوالو د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو په پایله کې ۱۲ تنه مسافر وژل شوي او ۲۶ تنه نور ټپيان شوي دي.

دوو سرچینو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې دغه پېښه نن د ترکیې په ختیځ کې د وان ولایت په مرادیه کلي کې د ایران پولې ته نږدې رامنځته شوې ده.

د دغه خبري اژانس پر احواله، د دغه موټر مسافر افغانان، پاکستاني، بنګله دېشي وو.

سرچینې زیاتوي چې د وژل شویو کسانو پېژاند تراوسه روښانه شوی نه دی.

ترکیه اروپا ته د تېرېدو یو اصلي ټکی دی. کډوال تر ډېره له ایران، افغانستان او پاکستان څخه له ایران څخه ترکیې ته ځي ترڅو ځان اروپايي هېوادونو ته ورسوي.

ورته مهال د رویټرز په یوه بله رپوټ کې راغلي دي، لېتوانیا وايي چې د ډېرو کډوالو د ساتلو لپاره په ښوونځیو کې یې د کډوالو د ساتلو مرکزونه جوړ کړي دي.

د لېتوانیا د چارواکو په وینا، ډېری دغه نیول شوي کډوال له عراق، افغانستان او ځينې یې د افریقايي هېوادونو څخه دي.

لېتوانیا له هغې وروسته په خپلو پولو کې امنیتي تابیاوې زیاتې کړې چې بلاروس د کډوالو پر مخ خپلې پولې خلاصې کړې.

دا پرېکړه په جبري توګه د یوې الوتکې د کېنولو او د حکومت د یوه نقد کوونکي له نیول کېدو له امله د بلاروس له تحریم کېدو وروسته ونیول شوه.

د بلاروس ولسمشر ویلي دي چې هېواد به یې نور د کډوالو د تېرېدو مخنیوی ونه کړي.

په روان کال کې، څه باندې ۱۵۰۰ کډوال د بلاروس له پولو لېتوانیا ته تللي دي. خو اوس بلاروس د ۶ مېلیونه ډالرو په لګښت خپلې پولې له اغزمزي سره تړي. 

شریک یي کړئ