Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل هوايي ډګر امنیت په هکله د ترکیې او ناټو هوکړې ته غبرګونونه

د ترکیې له خوا د کابل هوايي ډګر د امنیت د تامین په هکله د ترکیې، ناټو او امریکا له هوکړې وروسته، افغان حکومت او طالبان په دې هکله مخالف لیدلوري لري.

ملي دفاع وزارت په دې برخه کې د ترکیې له همکارۍ هرکلی کوي، خو د طالبانو د مرکچي پلاوي ویاند وايي چې دغه ډله له امریکې سره د شوې هوکړې له مخې له ورکړل شوي مهلت وروسته په افغانستان کې د بهرنیانو له هر ډول حضور سره مخالف دي.
           
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي:«د هوايي ډګرونو د ظرفیتونو د پراختیا او د کنټرول مدیریت په برخه کې د ملګرو هېوادونوله همکارۍ هرکلی کوو.»

پخوانی طالب قومندان سید اکبر آغا هم وویل:«که چېرې د ناټو په چوکاټ کې ترکیه او یا هم کوم بل هېواد پاتې شي، نه یوازې د طالبانو لپاره بلکې د افغانستان د خلکو لپاره هم د منلو وړ نه دی.»    
 
تمه کېږي چې تر راروانو نژدې دوو میاشتو پورې امریکایي ځواکونه په بشپړ ډول له افغانستانه ووځي.

 د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د حامد کرزي د نړۍوال هوایي ډګر د امنیت ساتنې په برخه کې له امریکا او ناټو سره هوکړې ته رسېدلی دی:«زموږ دفاع وزیر د امریکا له دفاع وزیر سره وکتل او موږ له امریکا او ناټو سره کتنه درلوده چې د حامدکرزي د نړۍوال هوایي ډګر پر برخلیک خبرې وکړو. په دې تړاو مو پرېکړه وکړه چې کوم شرایط منو او کوم شرایط نه منو. موږ به د افغانستان وضعیت ته په کتو سره په مناسبو شرایطو سره کار وکړو.» 

له دې سره هم مهاله ملي پوځ اوس اوس د حامدکرزي په هوایي ډګر کې د هوایي دفاعي سیسټم د فعالېدو خبره کوي.
        
د امنیتي او دفاعي ادارو ویاند اجمل عمر شینواری څرګندوي:«دا سیسټم زموږ د بهرنیو ځواکونو له خوا زموږ په واک کې راکړل شوی دی او دم کړۍ زموږ بهرني همکاران له موږ سره همکاري کوي چې موږ د دغو وسلو د کارونې وړتیا ترلاسه کړو.»

ترکیه له ۲۰۱۳ کال راهیسې د حامد کرزي د نړۍوال هوایي ډګر د امنیت په چاره کې فعاله پاتې شوې ده.
 
پخوانی نظامي ظاهر عظیمي څرګندوي:«یو لوری کېدای شي د اندېښنې د رامنځته کوونکی وی چې ولې غواړي د خپلې تېښتې له زمینې ډاډه وي او له بل لوري ښه والی دا دی چې د نړۍوالۍ ټولنې شتون حس کوي. »

تر دې وړاندې د ترکیې رسنیو رپوټ ورکړی دی چې تمه کېږي ترکیه د خپل نوي ماموریت لپاره د پاکستان او هنګري مرسته هم وغواړي.

شریک یي کړئ