Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دهېواد لسو ښارونو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې دوام

د طالبانو لاس ته د غور ولایت د دوو نورو ولسوالیو له لوېدو سره هم مهاله، د هېواد په لسو ښارونو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې خبر ورکول کېږي.

بغلان، تخار، کندوز، فاریاب، بادغیس، جوزجان، میدان وردګ، کندهار او هلمند هغه ولایتونه دي چې د طالبانو لاسته د ځينو ولسوالیو له لوېدو وروسته، جګړه د دغه ولایتونو مرکزونو ته نږدې شوې ده.

خو ملي دفاع وزارت د ۲۰۰ طالبان د وژل کېدو او تر ۱۰۰ د زیاتو نورو د ټپي کېدو خبره کوي.
                
د تخار والي عبدالله قرلق وايي:«زموږ امنیتي او دفاعي اتل ځواکونه او ولسي پاڅون‎وال وتوانېدل په مېړانه او زړورتیا سره مقاومت وکړي او طالبانو ته درنه مرګ ژوبله واړوي.»

د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندان جنرال شیرمحمد انډیوال هم وویل:«د ښار په څنډو کې زموږ چاڼیز عملیات دوام لري او طالبانو ته درانه ګوزارونه ورکړل شول. هېڅکله نه شي کولای چې غزني سقوط کړي.»

د نیمروز په دلارام ولسوالۍ کې د ۲۱۵ قول اردو پر څلورمې لوا د طالبانو د موټربم چاودنې او ډله ییز برید ویډیو هم خپره شوې ده.

سرچینې وایي چې په دې پېښه کې ۱۵ افغان سرتېري وژل شوي او ټپیان شوي او تر ۳۰ زیات یرغمل نیول شوي دي.
                 
نیمروز کې د مدني ټولنې فعال محمد فیصل څرګندوي:«پراخته بریدونه شوي دي او زموږ یو شمېر امنیتي اتلان شهیدان شوي دي.»
         
د امنیتي او دفاعي ادارو ویاند اجمل عمر شینواری وايي:«یو موټر چاودېدونکي توکي، د هېواد د اتلو امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا له منځه وړل شوي دي؛ موخې ته نه دی رسېدلی، بلکې موخې ته تر رسېدو مخکې له منځه یوړل شو.»

کندهار هم په دې ورځو کې ښه وضعیت نه لري. داسې چې په تېرو څه کم څلرویشتو ساعتونو کې روغتونونو ته د کندهار د جګړې شپاړس مړي او ۵۷ ټپیان لېږدول شوي دي.

د کندهار د حوزه یي روغتون آمر ډاکټر داوود فرهاد څرګندوي:«ډېری قربانیان ملکي کسان دي او په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې ‍‍۱۶ مړي راغلي دي.»

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د فارن پالیسي له ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي چې د طالبانو له لوري په وروستیو جګړو کې تر ۳۵۰۰ زیات کسان وژل شوي چې ۳۰سلنه یې ولسي وګړي دي.

محمد حنیف اتمر خبرداری ورکوي که چېرې په هېواد کې سوله رامنځته نه شي، افغانستان به په یوې بې نه ختمېدونکې جګړې کې ښکېل شي.

شریک یي کړئ