Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې چاودنې درې تنه ملکي کسان وژلي

امنیتي سرچینې وایي، چې نن (دوشنبه د چنګاښ په ۲۱ مه) د هلمند مرکز کې، د سړک غاړې ماین چاودنه کې درې تنه ملکي کسان وژل شوي او ۶  تنه نور ټپیان دي.

سرچینې وایي، دا پېښه نن سهار شاوخوا ۸ بجې د لښکرګاه ښار د درېیمې حوزې بولان سیمه کې هغه مهال شوې، چې د ملکي کسانو یو موټر د سړک غاړې پر ماین وخوت.

سرچینو ویلي:«ټول قربانیان ملکي کسان دي او د یوې کورنۍ غړي دي، چې له ولسوالۍ ښار ته راتلل. ښځې او ماشومان هم په‌کې دي.»

سرچینې وایي، د پېښې ټپیان په لښکرګاه کې د ایمرجنسي روغتون ته رسول شوي دي.

هلمند کې چارواکو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دې چاودنې مسوولیت هم لا چا نه دی منلی.

هلمند کې چاودنې درې تنه ملکي کسان وژلي

دا چاودنه نن سهار، د لښکرګاه ښار د درېیمې حوزې بولان سیمه کې شوې ده.

شریک یي کړئ