Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

صالح: طالبانو ته د پاکستان پوځي د ځانګړو هستو له خوا لارښونه کېږي

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، که چېرې طالبان ډېرې ځمکې هم ترلاسه کړي بیا به هم پر هېواد حکومت ونه شي کړای؛ ځکه د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې خلک تر پوزې راغلي دي.

امرالله صالح زیاتوي، طالبان د جوړښت له مخې پر درېیو برخو سره وېشل شوي او په وینا یې لومړۍ برخه یې د پاکستان د ستر درستیز د ځانګړې هستې له لوري اداره کېږي.

ښاغلي صالح پر خپلې فېسبوک پاڼه خپرې کړې لیکنه کې وايي چې د بهرنیو ځواکونو وتلو ناڅاپه تشه رامنځته کړه، خو امنیتي ځواکونه له نظمه برخمن دي.

د دغې لیکنې په یوې برخه کې لولو:«له جوړښتي پلوه، د دښمن ځواک په درې برخو وېشل کېږي؛ لومړی برخه یې روزل شوي ځواکونه دي چې په مستقیمه توګه له پېښور او کوټې او نورو سیمو څخه د پاکستان د لوی درستیز له زړه او هستو لارښونه ترلاسه کوي. ارتباطي توکو او د ګوګل نقشې کارونه ډېر اسانه کړي دي. دویمه برخه ځايي قطعې دي چې د پوځي کمېسیون تر نامه لاندې کارک وي، دوی هم له خلکو له باج اخیستنې او د سیمې پر خلکو د مېلسمتیا له تپلو پرته ډېره ونډه نه لري. درېیمه برخه په دې وروستیو کې جذب شوي او احضار شوي دي چې هېڅ ډول مورال نه لري.»

بل خوا د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي چې د نظام او د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړڼو د ساتنې لپاره باید ښځې او سړي وسله واخلي او د طالبانو پر وړاندې ودرېږي.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني وايي:«له ټولو وکیل صاحبانو څخه هیله کوم چې په مېړانه د خپلو خلکو ترڅنګ ودرېږئ او د خپلو مادي او معنوي شتمنیو په پار له دښمن سره وجنګېږئ.»

په دې لړ کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي طالبان په هغو ولسوالیو کې چې په  دې وروستیو کې دې ډلې نیولي دي، د بشري حقونو په نقض تورنوي.

خو طالبان په یوې اعلامیه کې د دې ډلې له لوري د بشري حقونو هرډول نقض ردوی.

د دې اعلامیه په یوه برخه کې راغلي دي چې په دا وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې جعلي اسناد ، جعلي ابلاغیې، خبردارۍ او بېلابېلي ورق خپرېږي حتی په ځینو سیمو کې د اوراقو په ډول شیندل کېږي چې په خلکو باندې مقررات وضع کوي، خلکو ته اخطارونه ورکوي، د ښځو په اړه قوانین په کې مطرح کېږي، د خلکو د ژوند په اړه، د ډېرو په اړه د خلکو د ګرځېدو را ګرځېدو په اړه او حتی د خلکو د نجونو د ودولو او یا نورو مسائلو په اړه بي اساسه ادعاوې په کې خپرېږي. 

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي چې د نظام او د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړڼو د ساتنې لپاره باید ښځې او سړي وسله واخلي او د طالبانو پر وړاندې ودرېږي.

شریک یي کړئ