Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې چاودنې څلور تنه ولسي وګړي وژلي

نن له غرمې وروسته (سې شنبې د چنګاښ په ۲۲مه) د کابل ښار د لومړۍ حوزې په اړوند سیمه کې یوې چاودنې څلور تنه ولسي وګړي وژلي او پنځه تنه نور یې ټپيان کړي دي. 

د کابل پولیس په یوې خبرپاڼه کې وايي چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته ۲:۵۰ دقیقې د کابل ښار د لومړۍ حوزې په اړوند میوند واټ کې رامنځته شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دغې پېښې څرنګوالی تر څېړنې لاندی دی او همدارنګه د چاودنې ډول تر اوسه روښانه نه دی.

له دې مخکې او په یوې بلې پښه کې د سترې مخکې د مالي او اداري ریاست د معاشاتو مدیر محمد احسان همدرد هم د کابل ښار په دولسمه حوزه کې د ناپېژانده کسانو له خوا ووژل شو.

بلخوا د کابل ښار د بګرامۍ ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه رنجر موټر د ناپېژاده وسله والو په برید کې د محبسونو او توقیف خونو ریاست دوه کارکوونکي او یو موټر چلوونکی وژل شوي دي.

کابل کې چاودنې څلور تنه ولسي وګړي وژلي

دغه چاودنه د کابل ښار د لومړۍ حوزې اړوند میوند واټ کې رامنځته شوې ده.

شریک یي کړئ