Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې د اسماعیل خان په مشرۍ د'ولسي مقاومت جبهې' ځای پر ځای کېدل

په هرات کې د محمد اسماعیل خان په مشرۍ د ولسي مقاومت د جبهې ځينې وسله وال هرات ښار ته د طالبانو د ننوتو د مخنیوي لپاره د دغه ښار په ځینو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

دغه وسله وال چې، پر سپکو او درنو وسلو سمبال دي، طالبانو ته ګواښ کوي که چېرې هرات ښار ته نږدې هم شي؛ نو له منځه به یوړل شي.

محمد اسماعیل خان وایي چې د دغې جبهې فعالیتونه له امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ ترسره کېږي.

د ولسي مقاومت د جبهې مشر محمد اسماعیل خان وايي:«حکومت هم د خلکو او هېواد د ساتنې لپاره د امنیت پر ټینګښت بوخت دی. د دې لپاره چې د امنیتي ځواکونو او د ولسي مقاومت جبهې ترمنځ کوم ټکر رامنځته نه شي او په ګډه وکړای شو له هرات ښار څخه دفاع وکړو. له یو بل سره تفاهم لرو.»

د ولسي مقاومت جبهې غړی سید احمد هم وویل:«تر هغې چې یو څاڅکی وینه په بدن کې ولرم په عالي روحیه له خپلې خاورې، هرات او له خلکو مې دفاع کوم.»

د ولسي مقاومت جبهې بل غړی عبدالشکور هم زیاتوي:«هېڅکله طالبانو ته اجازه نه ورکوو چې هرات ښار ته رادننه شي. خپلو خلکو ته ډاډ ورکوم چې په ارامه ژوند وکړي.»

د امنیت د ټینګښت او د طالبانو د پرمختګ په مخنیوي کې د ولسي ځواکونو ونډه مهمه بلل کېږي.

د هرات اوسېدونکی معروف هروي وايي:«په هرات کې د ولسي بسیج له رامنځته کېدو وروسته په هرات ښار کې بسبي امنیت رامنځته شوی دی. د تېرې اوونۍ پرتله اسو وضعیت ښه دی او د خلکو ژوند عادي حالت ته راستون شوی دی.»

د پوځي چارو کارپوه غلام حسن مجروح څرګنده کړه:«که چېرې د ولسي بسیج په سمه توګه پلان جوړونه او مشري ولري او له منظمې سوق ادارې سره کار وکړي او تر شخصي امر لاندې نه وي د دغه ښار په څلورو خواوو کې د طالبانو ګواښونه یې کم کړي دي.»

بل خوا د بادغیس امنیتي چارواکي وایي چې پر قلعه نو ښار د طالبانو بریدونه کم شوي دي او امنیتي ځواکونو د امنیتي کمربندونو په جوړولو سره د دغه ښار په شاوخوا کې د طالبانو ګواښونه کم کړي دي.

د بادغیس امنیه قومندان شیر آقا الکوزي وویل:«طالبانو تېره شپه یو ځل بیا په امنیتي کمربندونو او د قلعه نو ښار پر موقتي پوستو بریدونه وکړل خو دغه بریدونه د امنیتي ځواکونو له خوا په شاتمبول شوي دي او طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.»

په وروستیو ورځو کې د طالبانو لاسته د لوېدیځ زون د ډېریو ولسوالیو له لوېدو وروسته د دغو ولایتونو سلګونه تنه اوسېدو د طالبانو پر ضد وسله اخیستې ده. د ولسي مقاومت جبهه د دغو حرکتونو یوه برخه ده چې اوس مهال یې د هرات ښار د امنیت ساتلو مسوولیت پرغاړه اخیستی دی.

محمد اسماعیل خان وايي، د ولسي مقاومت وسله وال له امنیتي بنسټونو سره په همغږۍ فعالیت کوي.

شریک یي کړئ