د سرچینو په وینا، د کندهار د زندان د امنیت مسوولیت اوس ځانګړي پولیس او کومانډو ځواکونه په غاړه لري.
د کندهار ولایت پر زندان د طالبانو له شپږو بریدونو وروسته، نن (پنجشنبه د چنګاښ په ۲۴ مه) سرچینو، د دې پخلی وکړ، چې د کندهار زندان نه، ۲۴۰ تنه مهم بندیان کابل ته لېږل شوي دي.
د سرچینو په وینا، د کندهار د زندان د امنیت مسوولیت اوس ځانګړي پولیس او کومانډو ځواکونه په غاړه لري.
کندهار ته د پېښو پوښښ لپاره د طلوعنیوز تللی خبریال شریف امیري وایي، کومانډو ځواکونو تېره شپه، د کندهار ښار شپږمه حوزه کې شاوخوا ۵ ساعته عملیات وکړل، چې د کندهار پر زندان د برید مخنیوی وکړي.
په همدې حال کې داسې خبر رارسېدلی، چې د ارغنداب ولسوالي طالبانو لاندې کړې ده.
د کومانډو ځواکونو یوه سرتېري محمد نذیر ویلي:«د کندهار ښار امن شوی، نوره هېڅ اندېښنه نهشته. خلک باید پر خپلو امنیتي ځواکونو باور وکړي.»
د پولیسو د ځانګړي ځواک یوه قوماندان صدرالدین ویلي:«څو شپې او ورځې وشوې، چې دوښمن پر زندان تهاجمي برید کوي او موږ د دغو بریدونو دفعې لپاره بېخوبه یوو چې خلک هوسا شي.»
د کندهار زندان نه کابل ته د مهمو بندیانو لېږد نه وروسته، ځینو نورو بندیانو لاریون کړی دی.
طالبانو د کندهار ښار شپږمې حوزې نه پر زندان برید کړی، ځکه خو افغان ځواکونو دغلته تېره شپه عملیات وکړل.
د طلوعنیوز خبریال شریف امیري چې کومانډو ځواکونو سره د عملیاتو سیمې ته تللی و، وایي؛ امنیتي ځواکونو ورته د امنیتي ګواښونو له کبله، اجازه ور نهکړه، چې د جګړې له دویمې کرښې واوړي.
د طلوعنیوز خبریال وایي، د هرې شېبې په تېرېدو سره د دواړو غاړو جګړه زور اخلي.
طالبانو سره له نښتې راستون شوی یو سرتېری نورالحق خاکسار وايي:« پر موږ یې پلګوټو ته چاودنه ورکړه، خو دوښمن ته مو غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی.»
کندهار کې پر امنیتي ځواکونو بله شپه هم راغله، خو طالبانو چې د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ په ګډون ۱۲ ولسوالۍ نیولې دي او د ښار تر پینځمې حوزې رسېدلي، لا نهده معلومه چې پر امنیتي ځواکونو او د کندهار پر خلکو به بېجګړې سبا کله وي؟