Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نادري: طالبانو په ولسوالیو کې ۲۶۰ دولتي‌ودانۍ ویجاړې کړې‌دي

د اداری اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون مشر وایي، د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې شاوخوا ۱۳ میلیونه خلک، له عامه خدمتونو محروم شوي دي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون رییس او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي غړی نادر نادري نن (پنجشنبه د چنګاښ په ۲۴ مه) کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې طالبانو په ۱۱۶ ولسوالیو کې د عامه خدمتونو ۲۶۰ ودانۍ، یا ویجاړې کړې دي او یا یې هم اور وراچولی دی.

ښاغلی نادري وایي، د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې شاوخوا ۱۳ میلیونه خلک، له عامه‌خدمتونو محروم شوي او د عامه‌خدمتونو شاوخوا ۵۰ زره کارکوونکي په متسقیمه توګه زیانمن شوي دي.

د نادري په وینا، طالبانو د ۲۹ ولایتونو ۸۲ ولسوالیو کې د عامه‌‌خدمتونو ټولې ادارې او په ۳۵ ولسوالیو کې د عامه‌خدمتونو نیمايي ادارې یا ویجاړې کړې دي او یا یې اور وراچولی دی.

ښاغلي نادري ویلي:«۱۳میلیونه انسانان، ۱۳ میلیونه مظلوم افغانان، په دې جګړه کې، د طالبانو د کړنو له‌کبله متضرر شوي دي.»

نادري وایي، په ولسوالیو کې د طالبانو له‌خوا د دغو ویجاړو شویو ملکي ادارو ارزښت شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالره دی.

دغه رازی د ملکي خدمتونو شاوخوا ۴۰۰۰ کارکوونکو د طالبانو له وېرې خپل کورونه پرېښې دي.

نادري زیاته کړې:«د ملکي خدمتونو لږ تر لږه ۵۰ زره کارکوونکي چې ولسوالیو کې یې کار کاوه، په مستقیمه توګه متضرر شوي دي. دغه کارکوونکي د پوهنې، کرنې، روغتیا او څارنوالي برخو کې ول.»

په همدې حال کې د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، طالبانو پر ځینو ولسوالیو تر ولکې وروسته په عامو خلکو او په ځانګړې توګه پر ښځو محدودیتونه لګولي دي. داسې چې ښځې خپلو اساسي حقونو او ازادۍ ته کم لاسرسی لري.

د بشري حقونو کمېسیون وایي، د چنګاښ میاشتې په لومړیو ۱۵ وځو کې، د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې، ښځې پرته له بورقې او شرعي محرم څخه د کور له وتلو منع شوي، ښوونځي او په ځانګړې توګه د نجونو ښوونځي تړل شوي، پر هغو ښځو روغتیایي خدمتونه بند شوي چې محرم ورسره نه وي، د ټلوېزیون لیدل بند شوي، ښوونکي او زده کوونکي د پټکي پر سرولو او د ږېرو نه خرییلو ته مجبور شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح الله فرهنګ ویلي:«پر ښځو د محدودیتونو لګول دي، چې یو له محدودیتونو، له بورقې او شرعي محرم پرته له کوره د ښځو نه وتل دي.»

خو طالبانو په یوه اعلامیه کې د نادر نادري خبرې ناسمې بللې دي او ویلي یې دي، چې په ټولو هغو ولسوالیو چې دوی سره دي، د روغتیا، تعلیم او کرنې په څېر عامه‌خدمتونه روان دي.

طالبان وایي، عامه‌ ځایونه یې نه‌دي ویجاړ کړي او د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د خبرو په غبرګون یې ویلي، چې د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې یې په هېچا محدودیت نه‌دی لګولی.

شریک یي کړئ