Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دوحه کې طالبانو سره خبرو ته د سیاستوالو چمتووالی

د ملي مصالحې د عالي شورا یوه مرستیال اسدالله سعادتي ویلي:«ډېر ژر به انشالله موږ د دې شاهدان واوسو چې لاسته‌راوړنه به ولرو یا لږ تر لږه د سولې لپاره به د طالبانو په دریځ پوه شو.»

د ملي مصالحې عالي شورا وایي، له ۱۱ سیاستوالو چې ۸ یې دوحې ته ځي، پرېکړه وشوه،چې یا خپله، یا دې هم خپل استازي، طالبانو سره د سولې دې غونډې ته واستوي.

د مصالحې شورا یوه مرستیال ویلي، د عبدالله عبدالله په مشرۍ نننۍ غونډه کې دغه پرېکړه شوې.

په همدې حال کې د پاکستان چارو لپاره د ولسمشر غني ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی وایي، چې ټاکل شوې تر اختر وروسته، د افغانستان د حکومت د ځینو استازو په ګډون، اسلام‌اباد کې پاکستاني چارواکو سره د افغان مشرانو یوه غونډه وشي.

د مصالحې شورا یوه مرستیال اسدالله سعادتي ویلي، د عبدالله عبدالله په مشرۍ، سپیدار کې نننۍ غونډه کې پرېکړه وشوه، قطر چې ‍‍۱۱ تنه سیاستوالو ته، طالبانو سره غونډې ته د ګډون بلنه ورکړې، له منځه دې یې اته تنه: عبدالله عبدالله، حامد کرزی، محمد کریم خلیلي، محمد محقق، صلاح‌الدین رباني، بابر فرهمند، عبدالسلام رحیمي او فاطمه ګیلاني سبا د جمعې پر ورځ غرمه دوحې ته سفر وکړي.

د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال اسدالله سعادتي ویلي:« ډېر ژر به انشالله موږ د دې شاهدان واوسو چې لاسته‌راوړنه به ولرو یا لږ تر لږه د سولې لپاره به د طالبانو په دریځ پوه شو.»

حزب اسلامي بیا وایي، چې مشر یې ګلبدین حکمتیار به د شنبې پر ورځ دې غونډه کې ګډون لپاره دوحې ته لاړ شي.

د مصالحې شورا مرستیال وایي، دې غونډه کې به پر اوربند هم خبرې وشي.

ښاغلي سعادتي ویلي:«که هیله‌مندي وه او یا پرمختګ و، کېدای شي د دوحې د غونډې وخت وغځېږي.»

بل‌خوا د پاکستان چارو لپاره د ولسمشر غني ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی وایي، ټاکل شوې وه، چې د جولای په ۱۷ مه، اسلام‌اباد کې د افغانستان او ياکستان ترمنځ غونډه وشي، خو دوحې ته له افغانستانه د پلاوي د سفر له‌کبله دا غونډه د اختر وروسته مهال ته ځنډېدلې ده.

ښاغلي داوودزي ویلي:«موخه داده، چې هغوی پوه شي چې د سولې لپاره له پاکستانه زموږ غوښتنه څه ده. په اوسني وضعیت کې پاکستان نه زموږ غوښتنه څه ده او پاکستان څه کولی شي؟.»

له دې ټولو سره ټاکل شوې، ولسمشر غني سبا جمعه، په ازبکستان کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران‌خان سره وګوري او کېدای شي، عمران‌خان په دې کتنه کې ولسمشر غني ته، د اسلام‌اباد په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړي.

عبدالله عبدالله، کریم خلیلي، محمد یونس قانونی، محمد محقق، گلبدین حکمتیار، محمد حنیف اتمر، صلاح‌ا‌لدین رباني، اسماعیل خان، عطا محمد نور، سید حامد گیلاني، سید اسحاق گیلاني، باتور دوستم او میرویس یاسیني په هغو ۳۱ کسانو کې دي، چې د اسلام‌اباد غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه