Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې د رویټرز د خبریال وژنې ته غبرګونونه

څه کم یوه اوونۍ کېدله، چې دانش صدیقي د کندهار د امنیتي وضعیت پوښښ لپاره، کندهار ته تللی و او د ځانګړو پولیسو پر مټ، د یوه پولیس سرتېري د ژغورنې عملیاتو ته یې هم پوښښ ورکړی وو.

د کندهار سپین بولدک کې، له طالبانو د دې ولسوالۍ بېرته نیولو عملیاتو پر مهال د رویټرز د خبریال او عکاس دانش صدیقي وژنې ته، په کور دننه او بهر غبرګونونه ښودل شوي دي.

په کندهار کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مشر احمد لودین ویلي:«که تاسې خبریالان وژنئ، مانا یې داده چې د یوه ملت غږ وژنئ. کله چې د یوه ملت غږ ووژل شي، نو ټولنه بیا وروسته پاتې کېږي.»

دانش صدیقي نن سهار شاوخوا اوه بجې، سپین بولدک کې د افغان‌ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې جګړې پر مهال وژل شوی دی.

د دانش صدیقي وژنې نه وروسته په کندهار کې خبریالان مایوسه او لا اندېښمن شوي دي.

د زابل یوه خبریال انورالله انوري ویلي:«ټول هېواد او په ځانګړې توګه سویل لوېدیځ زون کې، د جګړې زور اخېستو سره د خبریالانو ژوند سخت خطر کې دی.»

په هغه جګړه کې چې دانش صدیقي وژل شوی، د جي – ساک قطعې د مرستیال صدیق کرزي په ګډون څو تنه نور هم وژل شوي دي.

د صدیقي وژنې ته پراخ نړۍوال غبرګونونه هم ښودل شوي دي.

د هند ویون‌نیوز شبکې خبریال سیدهانت سیبال ویلي:«اوس په هند کې داسې حالت دی، چې د دانش صدیقي پر مرګ باور نه‌شي کېدای. خبریالان دې پېښې ته هک‌پک شوي. د افغانستان سفیر هم په دې هکله ټوییټ کړی. د صدیقي ځای به هېڅوک پوره نه‌کړای شي.»

هند کې د سي این این خبریال ادیتیا راج کاول ویلي:«هغه د روهینګیا کړکېچ ته د پوښښ ورکولو له کبله د پولیټزر جایزه وګټله. هغه د هند لاریونونو او دې وروستیو کې هند کې، د کووېډ-۱۹ کړکېچ ته په زړورتیا پوښښ ورکړ. د ښار
بېلابېلو څنډو او څو روغتونونو ته ورغلی و او ګڼو ننګونو سره مخامخ شوی وو.»

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د دې پېښې غندلو سره وایي، چې جګړه خپل اصول لري او دا اصول په پام کې نه نیول کېږي.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د عدالت‌غوښتنې مسوول صدیق الله توحیدي ویلي:«د خبریالانو د وژنې مانا داده چې جګړه د اصولو سره سمه نه‌ده.»

شریک یي کړئ