Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تاشکند کې نړۍواله سرمشریزه کې د سیمه‌ییزو اړیکو پرپراخوالي ټینګار

د افغانستان، امریکا، ازبکستان او پاکستان استازو په اصولو کې توافق کړی چې، د سیمه‌ییزو اړیکو پراخوالي لپاره دې، په ډېپلوماټیکه کچه څلور اړخیز چوکاټ برابر کړي.

افغان بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، خپل ازبکستاني او پاکستاني سیالانو، عبدالعزیز کاملوف او شاه‌محمود قریشي او افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره، په تاشکند کې کتلي. دا کتنه د سویلي او مرکزي اسیا سیمه‌ییز پیوستون کې د ستونزو او موکو په نامه سرمشریزې څنډه کې شوې ده.

افغان بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ګډونوالو، سیمه‌ییز پیوستون لپاره افغانستان کې دایمي سوله او ټیکاو مهم یاد کړی او توافق یې کړی، چې سوله او سیمه‌ییز پیوستون سره تړلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې څلور سره خواوو ټینګار وکړ، چې د نړۍوالې سوداګرۍ او ترانزیت غوړېدا لپاره به تاریخي موکې برابروي او دې برخه کې به همکارۍ سره کوي.

د افغان بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي، ګډونوالو پر دې توافق وکړ، چې راتلونکو میاشتو کې به بیا سره راټول شي، چې د سیمه‌ییزې همکارۍ لارې معلومې کړي او پرې سلا شي.

ګډونوالو پر دې توافق وکړ، چې راتلونکو څو میاشتو کې به بیا سره راټول شي، چې د سیمه‌ییزې همکارۍ لارې معلومې کړي او پرې سلا شي.

Thumbnail

د افغانستان، امریکا، ازبکستان او پاکستان استازو په اصولو کې توافق کړی چې، د سیمه‌ییزو اړیکو پراخوالي لپاره دې، په ډېپلوماټیکه کچه څلور اړخیز چوکاټ برابر کړي.

افغان بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، خپل ازبکستاني او پاکستاني سیالانو، عبدالعزیز کاملوف او شاه‌محمود قریشي او افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره، په تاشکند کې کتلي. دا کتنه د سویلي او مرکزي اسیا سیمه‌ییز پیوستون کې د ستونزو او موکو په نامه سرمشریزې څنډه کې شوې ده.

افغان بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ګډونوالو، سیمه‌ییز پیوستون لپاره افغانستان کې دایمي سوله او ټیکاو مهم یاد کړی او توافق یې کړی، چې سوله او سیمه‌ییز پیوستون سره تړلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې څلور سره خواوو ټینګار وکړ، چې د نړۍوالې سوداګرۍ او ترانزیت غوړېدا لپاره به تاریخي موکې برابروي او دې برخه کې به همکارۍ سره کوي.

د افغان بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي، ګډونوالو پر دې توافق وکړ، چې راتلونکو میاشتو کې به بیا سره راټول شي، چې د سیمه‌ییزې همکارۍ لارې معلومې کړي او پرې سلا شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه