Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیلزاد: د افغان کشالې پوځي حل لار نه‌شته

افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د افغان کشالې پوځي حل لار نه‌شته او افغانستان کې د سولې ټينګېدو لپاره باید سیاسي توافق وشي.

خلیلزاد هندوستان ټایمز ته ویلي:«وروستۍ پوځي حل لار نه‌شته. افغانستان کې دایمي سولې لپاره باید سیاسي توافق موجود وي. طالبانو ته څرګنده شوې، چې نه یوازې موږ، بلکې د سیمې او له سیمې ورهاخوا هېوادونه هغه دولت په رسیمت نه پېژني او مرسته هم ورسره نه‌کوي، چې په زور جوړ شي.»

خلیلزاد وایي، د امریکا متحده ایالتونه به، له افغان حکومته ملاتړ ته دوام ورکوي.

خلیلزاد زیاته کړې:«موږ ویلي، چې زموږ ځواکونه وځي. هو، دا چاره روانه هم ده. خو تر کومه چې د امریکا د ولسمشر خبره ده، چې افغان‌ځواکونو ته یې د درې اعشاریه درې میلیارده ډالرو بودیجې ویلي، په دې سره به د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوو. موږ به له افغانستان اقتصادي او بشرپال ملاتړ کوو.»

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان کې جګړې زور اخېستی او د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ ګڼې ولسوالۍ لاس په لاس شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه