د رویټرز خبري اژانس پرون شنبه، د کومیرسانټ ورځپاڼې د رپوټ په حواله، داسې رپوټ خپور کړی، چې د روسیې ولسمشر ویلادمیرپوتین، د جون په میاشت کې، خپل امریکایي سیال جوبایډن ته وړاندیز کړی، چې د افغانستان په اړه معلوماتو لپاره، مرکزي اسیا کې د روسیې پوځي اډو نه کار اخېستلی شي.
رویټرز د کومیرسانټ د رپوټ د سرچینې په حواله لیکلي، چې پوتین د جون په ۱۶ مه نېټه، بایډن ته وړاندیز کړی، چې د افغانستان په هکله معلوماتو لپاره، تاجکستان او قرغزستان کې د روسیې له اډو کار اخېستلی شي.
وړاندې، روسیې د مرکزي اسیا هېوادونو کې، د امریکا د اډو جوړولو احتمال سره مخالف کړی وو.
دا له هغې وروسته، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن څو ورځې وړاندې وویل، چې افغانستان کې یې پوځي ماموریت د راروانې اګېسټ میاشتې په ۳۱ مه بشپړېږي.
په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وړمه ورځ ویلي، چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو وتلو سره، په افغانستان کې سیاسي او پوځي وضعیت ناڅرګندېږي او سیمه کې د اورپکو ګواښونه لا زیاتېږي.
د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې نړۍوال کنفرانس ته وینا کې لاوروف وویل، چې روسیه غواړي، افغانستان کې د ښکېلو خواوو ترمنځ د سولې خبرو پیل کې مرسته وکړي.
په دې اړه مو اندونه