Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دسولې نوي پړاو مذاکراتو په دویمه ورځ د تړلو دروازو تر شا دوام وکړ

د افغانستان د سولې په هکله د کابل او طالبانو د اوه کسیزو پلاویو خبرې اترې د دویمې ورځې لپاره د قطر په دوحه کې د تړلو دروازو تر شا دوام وکړ.
 
سرچینې وایي په داسې حال کې چې د کابل پلاوی پر سیاسي مشارکت ټینګار کوي، طالبان د خپلو ۷۰۰۰ بندیانو پر خوشي کېدو او د ملګر ملتونو له تور نوملړه د دې ډلې د مشرانو د نومونو پر لېرې کېدو ټينګار لري.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون په دې هکله وايي:«په مذاکراتو کې د منځګړي حضور او سیاسي ګډون او نورې موضوعګانې اصلي بحثونه وو. نن هم د دوه ورځنیو مذاکراتو په تعقیب، دوام لري او په پای کې موږ یوه اعلامیه خپروو.»

د کابل پلاوي مشري د ملي روغې جوړې عالي شورا د رییس عبدالله عبدالله په غاړې او د طالبانو د پلاوي مشري هم ملا عبدالغني برادر کوي.

د مذاکراتو دا پړاو تېره ورځ (یکشنبې د چنګاښ په ۲۷مه) پیل او تمه کېږي چې د نن ورځې په پای کې د پرېکړه لیک له صادرولو سره پای ومومي. 

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي چې په دې غونډه کې هڅه کېږي چې د سولې بهیر ګړندېتوب لپاره لار وموندل شي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال محمد امیري څرګندوي:«تمه لرو چې طالبان د دغو خبرو اترو په پایله کې د خلکو له عام وژنې لاس واخلي او د مذاکراتو په مېز کې فعال حضور ولري.»

ځينې کار پوهان او د ولسي جرګې ځينې غړي د دغو ناستو په هکله خوشبینه نه دي.

د سیاسي چارو کارپوه عبدالاحد سرتیب وویل:«طالبان دننه د افغانستان په حکومت کې اجماع نه ویني. یوه مشخصه طرح نه ویني او د یوې طرحې رامنځته کېدل نشته وحدت نه ویني چې طالبان وکړی شي ډېر امتیاز ترلاسه کړي.»
  
د ولسي جرګې غړی ظاهر سالنگي څرکنده کړه:«د دوحې دفتر د افغان حکومت لپاره بوختوونکی دی. دوی نړۍوالې ټولنې او د نړۍ خلکو ته ښيي چې د سیاسي مشارکت په یوه مېز کې یې ګډون وکړ او د افغانستان کشاله د مصالحې له لارې حل کوو، خو هغه پېژاند چې له طالبه لرم، باور نه لرم چې د دوحې غونډه دې پایله ورکړي.»

بل خوا د طالبانو مشر مولوي هبت الله د لوی اختر په مناسبت خپاره کړي پيغام کې وایي چې دغه ډله د جګړې په ډګر کې له پرمختګونو سره سره له سیاسي لارې د هېواد د کړکېچ د هوارې ملاتړې ده او طالبان به له هغه فرصت نه چې د اسلامي نظام د جوړېدو او د سولې د رامنځته کېدو لامل شي، ګټه پورته کړي.

د طالبانو د مشر د پيغام په بله برخه کې راغلي دي چې مقابل لوري لا هم د سولې فرصت ضایع کوي. د طالبانو د مشر د پیغام په یوه برخه کې ټينګار کوي چې طالبان د اسلامي احکامو او د هېواد د ملي ګټو په رڼا کې د بیان آزادۍ ته ژمن دي او خبریالان  دې د دغو دوو مهمو ټکو په پام کې نیولو او د ژونالیزم د اصولو پر بنسټ فعالیت وکړي.

خو افغان حکومت وايی چې طالبان ځينو ولسوالیو ته له ننوتلو سره، خبریالان او د رسنیو کارکوونکي اړ کړ چې د دغې ډلې په ګټه کار وکړي.

د اطلاعاتو  او کلتور وزارت سرپرست قاسم وفايي زاد څرګندوي:«په شینډنډ کې راډیو میوند! تاسې خبر لرئ چې اوس د فشار له امله د شریعت پر غږ بدله شولې او یوازې د طالبانو پیغامونه خپروي. په بغلان کې راډیو پيمان په سمنګان کې سیمای صلح، په بلخ کې راډیو بهار، په کندوز کې راډیو جیحون، دا هغه شبکې دي چې دغو سیمو ته د طالبانو له راتګ سره لومړی یې ښځينه خبریالانې رخصت کړي او د کار مخنیوی یې کړې او وروسته له فشار سره دا یې د طالبانو په راډیوګانو بدلې کړې دي.»

مولوي هبت الله ټولو سفارتونو او نورو بهرنیو بنسټونو او پانګوالو ته ډاډ ورکوي چې طالبان به د هغوی د ساتنې هڅه وکړي او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې په ګټې اخیستنې سره د نورو هېوادونو امنیت وګواښي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د کابل اوه کسیز پلاوي د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو له یوه اوه کسیز پلاوي سره په دویمه ورځ د تړلو دروازو ترشا خپلو مخامخ خبرو  ته دوام ورکړ.

شریک یي کړئ