Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د وسله وال پوځ ویاند: تېرو څلورو ورځو کې کابو زر طالبان وژل شوي

د جګړو په شدت او د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د لسوالیو د لاس په لاس کېدو په لړ کې، د افغانستان د وسله وال پوځ ویاند وايي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د تېرو څلورو ورځو عملیاتو په لړ کې، کابو زر طالبان وژل شوي او څه باندې ۵۰۰ نور ټپيان شوي دي.

د امنیتي او دفاعي بنسټونو ویاند وايي، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په تېرو څلورو ورځو کې شاوخوا زر طالبان وژل شوي دي.

اجمل شینواري چې نن په کابل کې یوې خبري ناسته کې وینا کوله ټينګار وکړ چې د هېواد له لاسه وتلې سیمې به بېرته د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شي.

هغه په دې هکله وویل:«په حربي او جنګي حالت کې... په وضعیت کې د بدلون امکان شته. خو ډاډ دروکوم چې د افغانستان له ټولې خاورې مو دفاع کړې او بیا هم دفاع کوو.»

ملي دفاع وزارت اعلان وکړ چې امنیتي ځواکونو د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ او د غزني ولایت مالستان ولسوالۍ نن بېرته ونیولې. دغه دوه ولسوالۍ موده مخکې د طالبانو لاس ته لوېدلې وي.

له دې سره هم مهاله، د طالبانو له خوا د نیمروز د چخانسور ولسوالۍ د مرکز له نیولو هم رپوټ ورکړی شوی دی.

د ورکړل شویو شمېرو له مخې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د شاوخوا شلو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې دوام لري او همدارنګه د هېواد ۹ ښارونه له لوړ امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

په تالقان ښار کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړو دوام اندېښنې راپارولې دي. د تخار اوسېدونکي وایي چې د طالبانو لاسته د تخار د ټولو ولسوالیو له لوېدو وروسته شاوخوا دوه اوونۍ کېږي چې پر تالقان ښار د طالبانو له لوري بریدونه کېږي.
        
د تالقان اوسېدونکی عبدالکریم وايي:«ورځ په ورځ وضعیت خرابېږي. هټۍ تړلې وي. د طالبانو توغندي او مرمۍ هره ورځ د خلکو په کورونو لګېږي.»
            
د تالقان بل اوسېدونکی نقیب الله هم وویل:«که چېرې حکومت کولای شي چې د جګړې او ناامنۍ په هکله کوم کار وکړي، له هغې پرته پرېږدې دې چې خلک له دغه وضعیته بهر شي.»  

د تخار د ولایتي شورا رییس وفي الله رحماني وایي چې د طالبانو لاسته د تالقان ښار د لوېدو د مخنیوی لپاره خلک د دولتي ځواکونو ترڅنګ درېږي:«د تخار خلک، باعزته خلک دي او له خپل هېواده دفاع کوي.»

کندوز ښار یو له هغو نهو ښارونو دی چې له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دی، د دغه ښار اوسېدونکي د طالبانو له احتمالي بریدونو اندېښمن دي.
                    
د کندوز اوسېدونکې فرزانه څرګندوي:«زموږ کور ته هاوان راغی؛ دوه شهیدان او څلور ټپيان لرو. اوس د خپل مور کور ته راغلې یم.»

د کندوز د ولایتي شورا غړی رباني رباني هم وايي:«د ناامنۍ او جګړې ترڅنګ د کندوز ښار په څنډو کې یوه بله ژوره اندېښنه د طالبانو بې پیلوټه الوتکې دي چې تل پر ځينو سیمو ماینونه اچوي. زموږ تمه دا ده چې باید دغه وضعیت پای ته ورسېږي.» 

جګړې په داسې حال کې زور اخیستی چې په دوحه کې د کابل او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو نوی پړاو پيل شوی دی. اوربند، د طالب بندیانو ازادول، سیاسي ګډون د مذاکراتو د نوي پړاو د بحث وړ موضوعګانې دي. 

شریک یي کړئ