Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني سولې ته د ارادې په نه‌لرلو طالبان پړه وګڼل

ولسمشر محمد اشرف غني نن (سه‌شنبه د چنګاښ په ۲۹ مه) ولسمشرۍ ماڼۍ کې د لوی اختر تر لمونځ وروسته وینا کې وویل، چې د طالبانو وروستي حرکتونه ښيي، چې دغه ډله سولې ته اراده نه‌لري او د حکومت چلن به هم، د هغوی د چلن پر بنسټ وي.

ولسمشر غني ویلي، دوحې ته د جمهوریت له ادرسه د لوړې کچې پلاوي استول، طالبانو ته په یوه شکل وروستی مهلت وو.

ولسمشر غني زیاته کړې:«طالبانو ډېر څه واضح کړي دي. ښاغلي عبدالله څو دقیقې وړاندې راته وویل، چې طالبان سولې ته اراده نه‌لري. موږ خپل پلاور د وروستي مهلت په توګه وراستولي وو، چې وښیو موږ سولې ته اراده لرو او قربانۍ ته چمتو یوو. خو طالبان د سولې اراده نه‌لري او موږ به د هغوی د ارادې پر بنسټ پرېکړې کوو.»

ولسمشر وویل، سږنی لوی اختر، په تېرو درېیو میاشتو کې د افغان ځواکونو د سرښندنو له کبله د سرتېرو اختر نومول شوی دی.

ولسمشر ویلي:«افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو ۲۰ کلونو کې او په ځانګړې توګه تېرو درېیو میاشتو کې، د دې خاورې ساتنه کې ډېره قرباني ورکړې ده.»

ولسمشر زیاته کړې، چې تېره اوونۍ یې په دې تېره کړه، چې د اوسني وضعیت بري لپاره عاجل او عملي پروګرام ولري.

ولسمشر غني دا هم ویلي، چې افغانان باید په عمل کې خپل یووالی وښيي.

ښاغلي غني ویلي:«دا طرحه جوړه شوې. له امنیتي اړخه دوه برخې لري. چې د دې طرحې یوه برخه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لومړیتوبونو معلومول دي.»

ولسمشر محمد اشرف غني ویلي:«د خلکو پرېکنده دریځ به راتلونکو درېیو نه تر شپږو میاشتو پورې وضعیت بدل کړي.»

ولسمشر غني یو وار بیا ټینګار کړی، چې ملي ملاتړ او ملي دفاع ته اړتیا ده.

د ولسمشر په وینا د افغانستان راتلونکی به د افغانانو له‌خوا او افغانستان کې معلوم شي.

افغان ولسمشر ویلي، چې افغانستان اوس د ۲۰ کالو پخوا افغانستان نه‌دی او هر ښار کې د ابادۍ او پرمختګ نښې دي.

ولسمشر زیاته کړې:«دې هېواد کې ملیشو او خپلسریو ته اجازه نه‌شته.»

ولسمشر غني دا هم وویل، چې طالبانو په دې وروستیو کې ۲۶۰ عامه ودانۍ تخریب کړې دی او په وینا یې که طالبان افغانان وي، د عامه ځایونو او د خلکو د کورونو له‌منځه وړلو نه دې ډډه وکړي.

ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل، چې افغان حکومت ۵ زره تنه طالبان له زاندانه ازاد کړي، خو دا ډله لا هم جدي خبرو چمتو نه‌ده.

ولسمشر غني وایي د اوسني وضعیت د بدلون لپاره یې یو عاجل او عملي پلان چمتو کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه