د امریکا حکومت له راروانې اوونۍ، شاوخوا دوه نیم زره هغه افغانان ویرجینیا ایالت ته رسوي، چې افغانستان کې یې، بېلابېلو برخو کې امریکایي ځواکونو سره کار کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون (دوشنبه د چنګاښ په ۲۸ مه) ویلي، چې شاوخوا دوه نیم زره هغه افغانان چې د امریکا د ویزو پړاوونه یې نهدي بشپړ شوي، په ویرجینیا کې فورټلي اډې ته رسوي، چې تر هغو یې د پناهغوښتنې اسنادو برخلیک معلوم شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي:«د ولسمشر په امر، د بهرنیو چارو وزارت هڅه کوي، هغه افغانهمکاران او کورنۍ یې چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې پروګرام کې تایید شوي دي، د نورو ګامونو لپاره د فورټلي اډې ته ورسوي. خوښ یوو چې پنټاګون د بهرنیو چارو وزارت دا غوښتنه منلې ده.»
تراوسه شاوخوا ۲۰ زره افغانانو، امریکا ته د کډوالۍ ځانګړو ویزو غوښتنه کړې، اټکل دی چې د کورنیو غړو سره به یې ټول شمېر نږدې ۶۰ زرو ته ورسېږي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند بیا ویلي، چې امریکا کې دننه نورو اډو ته د نورو افغانانو په رسولو غور کېږي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کُربي ویلي:« وروستۍ نتیجه داده چې موږ به دا غوښتنه جدي وګڼو. موږ په پام کې لرو چې دغو کسانو لپاره د څو ورځو اوسېدو زمینه برابره کړو چې د ویزو غوښتنې نتیجې یې معلومې شي او بیا به هغوی په امریکا کې د اوسېدو اجازه ولري.»
بلخوا په پام کې ده چې شاوخوا ۴ زره نور افغانان او کورنۍ به یې د درېیمو هېوادونو په توګه، منځني ختیځ ته ځانونه ورسوي.
تمه ده چې راتلونکې اوونۍ له افغانستانه امریکا ته، افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د پخوانیو ژباړونکو او نورو افغانهمکارانو یوځايي لېږل پیل شي.
افغانستان کې ځینو سیمو کې د طالبانو مخته تګ سره، واشګنټن خپلو هغو افغانهمکارانو ته اندېښنه لري، چې امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی او کېدای شي ژوند یې خطر کې وي.