د ملي دفاع وزارت نوماند بسمالله محمدي چې نن پکتیا ولایت ته تللی وایي، امنیتي او دفاعي ځواکونه د سولې لپاره جنګېږي نه د جګړې لپاره.
که څه هم سږکال لکه د نورو اخترونو په څېر د طالبانو او افغان حکومت رسمي اوربند اعلان نهشو، خو د اختر لومړۍ ورځ کرار او پرته له نښتو تېره شوې.
د جګړې د کرښې ځينې سرتېري وایي، د اختر ورځې له کورنیو لېرې د امنیت په ټینګولو تېروي.
د ذاکرالله په نامه یو سرتېری چې پینځه میاشتې کېږي کور ته نهدی تللی وایي، لس کاله یې پوځ کې د دندې وشول، خو ټول اخترونه یې دنده کې تېر کړې دي.
ذاکرالله ویلي:«هره ورځ چې موږ په سنګر کې واوسو او خلک مو خوندي فضا کې ژوند وکړي، زموږ لپاره د خوښۍ ورځ ده او اختر دی.»
د پکتیا د مرکز ګردېز ښار ته نږدې ځینې سرتېري ډاډه دي، چې امنیتي ځواکونه به پکتیا کې له لاسه وتلې سیمې بېرته راوګرځوي.
د شفیقالله په نوم سرتېري ویلي:«موږ چمتو یوو چې د جګړې په ډګر کې مبارزه وکړو او د خپلې خاورې دفاع وکړو.»
د محمد غني په نوم یو بل سرتېري ویلي:«موږ درته ډاډ درکوو چې له لاسه وتلې سیمې به بېرته ونیسو.»
د ملي دفاع وزارت نوماند بسمالله محمدي چې نن پکتیا ولایت ته تللی وایي، امنیتي او دفاعي ځواکونه د سولې لپاره جنګېږي نه د جګړې لپاره.
ښاغلي محمدي ویلي، امنیتي ځواکونه به هغه سیمې بېرته ونیسي چې له لاسه یې وتلې دي.
د ملي دفاع وزارت سرپرست بسمالله محمدي ویلي:« تېرو ۲۵ کلونو کې باید یوې نتیجې ته رسېدلي وای، خو تاسې ولیدل چې طالبان د افغانستان په یوه خاصه سیمه واکمن شول، خو نتیجې ته و نه رسېدل. جګړې هم روانې وې. هغه کارونه چې طالبانو کابل کې وکړل د افغانستان خلکو ته د منلو نه و.»
د پکتیا ولایت قومي مشرانو او د ولایتي شورا غړو ویلي، که څه هم د دولتي ځواکونو ملاتړ کوي، خو له نښتې پرته د طالبانو لاس ته د ولسوالیو لوېدو باندې نیوکه کوي.
د پکتیا د ولایتي شورا یوه غړي عبدالمالک مجاهد ځاځي ویلي:«هر څوک چې وي، نظامي که ملکي، ولسوالي یې تسلیم کړې وي، په خپل ایمان دې شک ولري.»
د پکتیا یوه قومي مشر امانالله ځدراڼ ویلي:«زموږ هیله همداده چې پکتیا کې عملیاتو کې دې تجهیزاتو ته پاملرنه وشي.س»
د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان دادان لونګ ویلي: «دوښمن چې هر پلان ولري، موږ چمتو یوو چې ماتې ورکړو.»