Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پخوانی امریکایی پوځي: افغانستان کې خپل هدف ته نه یوو رسېدلي

د رویټرز خبري اژانس داسې رپوټ خپور کړی، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو پرېکړې امریکایي سرتېرو سره دا پوښتنه راولاړه کړې، چې د افغانستان جګړه کې یې د قربانۍ نتیجه څه وه؟

امریکا او ملګري یې داسې مهال له افغانستانه په وتلو دي، چې تېرو شاوخوا ۲۰ کلونو کې، افغانستان کې یې جګړه کې درې نیم زره سرتېري وژل شوي دي.

که څه هم امریکایي چارواکو ویلي، چې د اسامه بن لادن وژل او د القاعدې ډلې کمزوري کول یې افغانستان ته د تګ هدفونه وو، خو اوس د امریکا د اردو یو پخوانی سرتېری وایي، د امریکا هدف د طالبانو له‌منځه وړل و، چې دې هدف ته نه ده رسېدلې.

جېسون لېلي د امریکا د ځانګړي پوځ غړی و، چې کلونه یې عراق او افغانستان کې دنده کړې ده.

جېسون چې ۴۱ کلن دی، وایي ملګري یې داسې جګړه کې وژل شوي چې امریکا په‌کې ګټونکې نه‌وه او هدف یې هم ترلاسه نه کړای شو.

جېسون لېلي ویلي:«موږ سل په سلو کې جګړه بایللې. طالبانو تاجکستان سره پوله کې د موجود بندر په شان مهم بندرونه نیولي دي او پیسې یې ترلاسه کوي. موږ بشپړ له افغانستانه وتلي هم نه یوو. خو طالبانو ټول ځایونه نیولي دي. څوک به یې مخه ونیسي؟ زموږ د ماموریت موخه د طالبانو له‌منځه وړل وو، چې دا کار و نه شو.»

د امریکا برون پوهنتون د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان کې جګړه کې، د امریکا او ملګرو یې درې نیم زره سرتېري وژل شوي دي.

دغه پوهنتون دا هم ویلي، چې د افغانستان جګړه کې ۴۷ زره ملکي افغانان او ۶۶ زره او ۵۰۰ افغان پوځیان وژل شوي دي.

د امریکا د پوځ دا پخوانی سرتېری وایي، د افغانستان جګړې، د دواړو غاړو د قربانیو هومره ارزښت نه‌درلود.

پخواني امریکایي سرتېري جېسون ویلي:«زه له هغو کسانو سره لوی شوی یم، چې دا فکر مو کوو چې ښه کارونه به وکړو. خلکو سره به مرسته وکړو. د خلکو ژوند به وژغورو او دوښمنان به له‌منځه وړو. هر څه مو لکه تور او سپین لیدل، یعنې ښه د بدو په مقابل کې. افغانستان ته لاړو او ومو لیدل چې هر څه د فلم په شان نه‌دي. پوره ښه او بد نه‌شته. ځینې ځایونه خړ او ځینې ځایونه رنګه دي. د نهو میاشتو جګړې نه وروسته مې له ځانه پوښتنه وکړه چې څه وشول؟ کوم ښه کارونه چې مو کړي څه دي؟»

جېسون اوس په امریکا کې شخصي کار کوي او یوزاینی امریکایی سرتېری نه‌دی، چې دغسې نظر لري، خو ځینې داسې سرتېري هم دي، چې فکر کوي، پاکستان کې د اسامه بن لادن وژلو، د دې ټولې قربانۍ ارزښت درلود.

جېسون ویلي:« باید د جګړې پیلېدو، د پیسو ماشینونو جوړولو او پوځي قراردادونو کې بېړه و نه شي. داسې خلک شته چې له همدې لارې شتمن شول.»

پر افغان سولې د مذاکراتو تر پیل وروسته، امریکایي چارواکو په ځلونو ټینګار کړی، چې د افغانستان جګړه پوځي حل لار نه‌لري.

د روان میلادي کال اپریل میاشت کې، د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې پاتې دوه نیم زره امریکایي سرتېري به یې د سپټمبر تر میاشتې له افغانستانه وځي.

ورپسې ناټو هم اعلان وکړ، چې پاتې ۷ نیم زره سرتېري به یې تر سپټمبره له افغانستانه وځي.

شریک یي کړئ