عام خلک له طالبانو د تاوتریخوالي بندول او له حکومت په سوله کې د انعطاف غوښتنه کوي.
د لوی اختر نننۍ دویمه ورځ هم لکه د لومړۍ ورځې په څېر، نسبتاً په کراره تېره شوې، خو د هېواد ځینو سیمو کې د طالبانو د بریدونو رپوټونه شته.
ملي دفاع وزارت وایي، د اختر په دویمه ورځ، د هېواد ۱۹ ولایتونو کې طالبانو بریدونه کړي او دولتي ځواکونو د هغوی بریدونو ته ځواب ورکړی دی.
خو طالبان وایي، د دفاع وزارت دغه خبره سمه نه ده او په وینا یې وسلهوال یې د اختر په لومړۍ او دویمه ورځ کې دفاعي حالت کې ول.
د ملي دفاع وزارت ویاند روحالله احمدزي ویلي:«په ۱۹ ولایتونو او ۳۵ولسوالیو کې یې حرکتونه لرل او موږ یې شاهدان وو. امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو بریدونه دفع کړي دي او دوښمن ته مرګ ژوبله اوښتې ده.»
په همدې حال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان خانالله شجاع ویلي:« ژر به، د هغو سیمو د بېرته نیولو عملیات پیل کړو چې زموږ له لاسه وتلې دي.»
له دې سره د تخار تالقانو ښار چې طالبانو کلابند کړی وو، اوس پهکې بریدونه نهدي شوي.
د هېواد شمال کې پروت د تخار ولایت ۱۷ ولسوالۍ لري او یوازې مرکز تالقانو ښار یې د حکومت په کنټرول کې دي او نورې سیمې طالبانو لاندې کړې دي.
د تالقانو ښار اوسېدونکي رحمان ویلي:« تقریباً درې شپې او ورځې کېږي، چې تالقانو ښار کې د ډزو غږونه او جګړه نهشته.»
د تالقانو بل اوسېدونکي لطفالله ویلي:« د اختر ورځو کې خلک خوشاله دي او د جګړې له ښکېلو خواوو د سولې او اوربند غوښتنه کوو.»
د غزني، کندهار، لښکرګاه او میمنې ښار کې چې تر اختر وړاندې نښتې وې، د اختر دوو ورځو کې پهکې د نښتو رپوټونه نه وو.
د غزني ښار اوسېدونکي وحیدالله ویلي:« اوس په غزني کې کراري ده او نښته نهشته خو د نورو اخترونو په شان ګڼه ګوڼه نهشته او خلک ډارېږي.»
د میمنې ښار اوسېدونکي ګل محمد ویلي:« زموږ د ټولو هېوادوالو هیله دا ده چې تل سوله ولرو.»
په ورته وخت کې ځینو امنیتي مسوولانو، مدني فعالانو او عامو خلکو دولتي ځواکونو ته ګلونه او نورې ډالي ورکړې دي.
یوه پولیس افسر دُرمحمد ویلي:« فرصت دې غنیمت وګڼي او سوله دې وکړي. مخالفین دې ستونزه په خبرو حل کړي.»
د ملي اردو یوه افسر ګلبدین ویلي:« د افغانستان او خلکو د امنیت لپاره دنده کې یوو، اړ یوو چې له خلکو دفاع وکړو.»
که څه هم تمه وه، چې حکومت او طالبان به دوحه کې د څو ورځو وړاندې غونډه کې، لږ تر لږه د لوی اختر درېیو ورځو اوربند اعلان کړي، خو تر غونډې وروسته خپره شوې اعلامیه کې په دې هکله څه نهدي ویل شوي.