Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابلوف: طالبان سیاسي حل‌لارې موندنې ته تیار دي

ولسمشر غني نن د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو قول اردو کې ویلي، طالبان له القاعدې، جیش‌محمد او طیبه‌لښکر سره ژورې اړیکې لري.

افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، پر افغان دولتي ځواکونو د طالبانو بریدونو زور اخېستی خو دغه ډله جګړې نه، بلکې سیاسي حل لارې موندنې ته چمتو دي.

ښاغلي کابلوف چې، مخکیني افغان ولسمشر حامد کرزي سره یې یوځای یوه انلاین غونډه کې خبرې کولې، ویې ویل، چې کېدای شي طالبان په راتلونکې کې ښارونه ونیسي، خو په وینا یې طالبان د ښارونو د ساتلو وس نه‌لري.

ضمیر کابلوف ویلي:«فکر کوم، چې د تېرو شلو کلونو جګړې د طالبانو مشران ستړي کړي نو له همدې کبله اوس یې درک کړې، چې یوه سیاسي حل لار وموندل شي.»

ښاغلي کابلوف زیاته کړې:« طالبان اوس د ولایتونو مرکزونه نه‌شي نیولی، خو په راتلونکې کې کېدای شي، کابل او د ولایتونو مرکزونه ونیسي، خو د ساتلو ظرفیت یې نه‌لري.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د څه باندې ۱۰۰ ولسوالیو له لاندې کولو وروسته، د ولایتونو پر مرکزونو بریدونه کړي او دا په داسې حال کې چې دوحه کې، پر افغان سوله د څو ورځو وړاندې خبرې بې‌نتیجې شوې.

په همدې حال کې ولسمشر غني وړمه ورځ په هرات کې وویل، چې د جګړې د ډګر شرایط به، د سولې ټاکونکې وي. ولسمشر غني پرون د اختر تر لمونځ وروسته بیا ویلي، چې نوې امنیتي طرحه یې برابره کړې ده، چې پلي کولو سره به یې د افغانستان وضعیت ښه شي.

له دې سره مخکیني ولسمشر حامد کرزي ویلي، افغانستان کې سیاسي توافق لپاره د امریکا او نورې نړۍ ریښتینې همکارۍ ته اړتیا ده. 

ښاغلي کرزي ویلي:« طالبان هم باید کوښښ و نه‌کړي چې په زور واک ونیسي او د افغانستان حکومت دې هم طالبانو ته ماتې ورکولو په نامه، جګړه نه غځوي، ځکه دا امکان نه‌لري، هغسې چې تېر کې یې هم امکان نه درلود.»

خو حکومت، ځینې سیاستوال او د ولسي جرګې غړي وایي، طالبان سیاسي توافق باندې باور نه‌لري.

د ولسمشر مرستیال ویاند لطیف محمود ویلي:« د خلکو تمه داده چې دوښمنان له تاوتریخوالي لاس واخلي او د سولې فرصت درک کړي.»

د ولسي جرګې یوه غړي صادق قادري ویلي:« تراوسه داسې کومه نښه نه‌شته چې دوی (طالبان) سیاسي لارې ته راشي – مذاکرات مخې ته یوسي. تاوتریخوالی بند کړي او ویجاړي بنده کړي.»

ولسمشر غني هم نن د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو قول اردو کې ویلي، چې طالبان له القاعدې، جیش‌محمد او طیبه‌لښکر سره ژورې اړیکې لري او غواړي چې افغانستان د ترهګرو په پټنځای بدل کړي.

خو ولسمشر غني وویل، چې د افغانستان دولت او ملت به طالبانو ته د دغه کار اجاز ور نه‌کړي.

که څه هم طالبانو د ولسمشر دې خبرو ته تراوسه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو تر دې وړاندې طالبانو له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکه لرل رد کړي.

شریک یي کړئ