Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'له افغانستانه دبهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر به په اګسټ کې بشپړ شي'

د امریکا دفاع وزیر اسټين لوېډ د چهارشنبې په ورځ(د چنګاښ په ۳۰مه) د دغه هېواد له لوی درستیز جنرال مارک مېلي سره په یوې ګډه خبري ناسته کې اعلان وکړ چې له افغانستانه به د امریکايي ځواکونو بهیر د روان زیږدیز کال په اګسټ میاشت کې بشپړ شي.

هغه زیاته کړه چې دم کړۍ د دغه هېواد ملي پوځ باید هغه ماموریت ترسره کړي چې په افغانستان کې د امریکايي ډيپلماټيک حضور ساتنه، د افغان امنیتي ځواکونو د بودیجې تامین، د افغانستان وزارتونو ته د مشورې ورکړه او د ترهګرو بیا ځلې پيداښت مخنیوي په ځان کې رانغاړي.

هغه زیاته کړه:«دوی د امریکا متحده ایالاتو ملګري دي چې زړور کارونه یې ترسره کړي دي او موږ د هغوی او د هغوی د کورنیو په اړه خپلې ژمنې ډېرې جدي نیسو.»

بلخوا د امریکا لوی درستیز جنرال مېلي وايي چې له کابله بهر ټولې پوځي عملیاتي اډې په بشپړه توګه د افغانستان دفاع وزارت او افغان امنیتي ځواکونو ته لېږدول شوي دي

نوموړي زیاته کړه:«یو ډېر کم شمېر پوځیان، خو ځينې ولسي وګړي، تړونوال او د بهرنیو چارو ورات په کابل کې زموږ د امنیت ټينګښت او ډپیوماټيک حضور په هکله پاتې دي. ځواکونه د پنځو مهمو دندو د ترلاسه کولو لپاره دلته دي.»

هغه ټيڼګار وکړ چې په دغه پنځو ماموریتونو کې په کابل کې ځواکمن ډپيماټيک حضور او په کابل کې د یوه هوايي ډګر امن ساتل دي.

هغه زیاته کړه:«نو پر دې بنسټ موږ همدارنګه خپل امنیتي ځواکونه د سفارت د امنیت خوندیتوب، د سیمې امنیت، د ډيپلماټانو او کارکوونکو لپاره د هوايي ډګر امنیت یا د کابل نړۍوال هوايي ډګر د امنیت تامین، او له افغان دولته دوامداره ملاتړ.»

هغه په دې باور دی چې افغان امنیتي ځواکونه له خپل هېواده د دفاع او جګړې وړتیا لري او امریکايي ځواکونه به د اړتیا په صورت کې د امریکا د ولسمشر او دفاع ویر له لارښوونو سره سم له افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

هغه همدارنګه وویل:«د افغانستان راتلوونکی په بشپړه توګه د افغانستان د خلکو په لاس کې دی او په افغانستان کې یوې پایلې لمن د رامنځته کېدو په حال کې ده. زه غواړم چې په ځلونو او ځلونو ټينګار وکړم او مخکې مې هم ویلي دي، منفي پایله یعنې د طالبانو پوځي نیونه یوه هېره شوې نتیجه ګیري نه ده. موږ همدارنګه وضعیت له لنډه څارو او د اړتیا په صورت کې تنظیمات به جوړ کړو.»

هغه زیاته کړه چې امریکا به له ځانه د دفاع وړتیا وساتي.

د امریکا لوی درستیز وویل:«موږ له پوځي امکاناتو برخمن یوو او همدارنګه څو غوراوي په واک کې لرو چې په ټول افغانستان کې او سیمه کې له خپلو ځواکونو ساتنه وکړو.»

نوموړي زیاته کړه:«امریکا له پولې بهر د ترهګرۍ پر ضد خپله وړتیا ساتلې ده او اوس تنظیم دي او پر امریکا د هر ډول ګواښ د پېژندلو او دفعه کولو لپاره اغېزناک دي.»

هغه د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي په هکله هم وویل چې هغه په دې باور دی چې طالبانو په افغانستان کې څه باندې ۲۰۰ ولسوالۍ نیولې دي، خو زیاته یې کړه چې په دغه هېواد کې څه باندې ۴۱۹ ولسوالۍ دي.

د امریکا لوی درستیز زیاته کړه:«تاسې د ولسوالیو ۳۴ مرکزونه لرئ د هغه هېڅ یوه تراوه د طالبانو له خوا نه دی نیول شوي، که څه هم طالبان احتمالاً د هغه نیمايي تر فشار لاندې لري.»

شریک یي کړئ