Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا: طالبان دې ژر تر ژره تاوتریخوالی پای ته ورسوي

په کابل کې د امریکا سفارت نن (پنجشنبې د چنګاښ په ۳۱مه) له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د دایمي او هر اړخیز اوربند لپاره له افغان حکومت سره هوکړه وکړي.

دغه سفارت په ټویټر کې لیکلي دي:«موږ له طالبانو او ټولو لوریو غواړو چې ژر تر ژره تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د یوه دایمي او هر اړخیز اوربند لپاره هوکړه وکړي.»

د دوشنبې په ورځ هم څه باندې ۱۵ هېوادونو او نړۍ والو سازمانونو په یوې ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د پای غوښتونکي شول.

په کابل کې د بهرنیو هېوادونو مېشت ډیپلماټیک استازي له طالبانو غواړي چې د اختر په ورځو کې باید د تل لپاره خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او د سولې بهیر کې خپله ژمنه څرګنده کړي.

د اسټرالیا، کاناډا، د چک جمهوریت، ډنمارک، فرانسې، فنلنډ، المان، اېټالیا، جاپان، سوېلي کوریا، هالنډ، اسپانیا، سوېډن، برېټانیا او تمریکا ډيپلماټيکو استازو، د اروپايي ټولنې استاو او ناټو د مُلکي لوړپوړي استاي دفتر په یوې ګډه اعلامیه کې ژر تر ژره د طالبانو د بریدونو د پای غوښتونکي شول.

تېره اوونۍ افغان دولت او طالبانو هم لوړ پوړي پلاویو په دوحه کې خبرې اترې وکړې، خو دغه خبرې اترې د خلکو د تمې پر خلاف کومه پایله یې نه لره.

شریک یي کړئ