Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سپین بولدک له سقوط وروسته په مرموزه توګه د ۱۰۰ مُلکیانو وژنه

د کورنیو چارو وزارت د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د لسګونو تنو ولسي وګړو له وژنې خبر ورکوي، د کورنیو چارو وزارت وايي چې دغه کسان له هېڅ دلیل پرته له خپلو کورونو ویستل شوي او په قتل رسېدلي دي.

ورته مهال په کندهار کې سرچینې د ناپېژانده وسله والو له خوا د سل تنو له وژل کېدو پخلی کوي.

د کندهار د ولایتي شورا غړی فدا محمد افغان چې کور یې په سپین بولدک ولسوالۍ کې دی وایي چې وسله والو کسانو چې تمبوزکې یې وهلې وې،د  شپې په دولسو بجو د ده زامن  محمودخان او شیرمحمد له کور نه بوتلل او په سبا يي د هغوی مړي د سړک پر غاړه پیدا کړل. ښاغلی افغان وایي چې زامن یې پوځيان نه وو، محمود خان د سیمې د اولمپیک مسوول و او شیرمحمد هم آزاد کار کاوه.
  
د کندهار د ولایتي شورا غړی محمد افغان زیاته کړه:«دوی وايي د تحریک کسان نشته، زه وایم چې د تحریک نه دي هر څوک چې دي باید ونیول شوي او محاکمه شي.»

په کندهار ولایت کې سرچیني وایي چې وسله والو کسانو لسګونه ملکي کسان له خپلو کورونه له ځانه سره بیولي دي چې تر اوسه دېرشو هغو وژل کېدل تایید شوي دي او د یو شمېر نورو د برخلیک په تړاو یې معلومات نشته.

د کندهار د ولایتي شورا غړی محمد افغان وايي:«یو وايي چې ۳۸۰ تنه بیولي دي او بل وايي هر څوک یې چې وژلي دي هلته ولېدلي دي.» 

د امنیتي ادارو په وینا ټول وژل شوي کسان ولسي وګړي دي او اوس مهال د سپین بولدک په یو شمېر سیمو کې د هغوی مړي پاتې دي.
   
د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی په دې هکله وايي:«دا کار د خپلو بادارانو په وینا کوي، او غواړي چې خپلې دغې مزدورانې او نیابتي جګړې ته یو ډول قومي رنګ ورکړي.»

په داسې حال کې چې امنیتي چارواکي طالبان په سپین بولدک کې د لسګونه کسانو په وژلو تورنوي، د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د دغه تور په ردولو سره په سیمه کې د شخصي دښمنیو له امله د دوو تنو وژل کېدل تاییدوي.

اوس مهال د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې ده. سپین  بولدک د پاکستان له بلوچستان سره ګډه پوله لري.
 
د امنیتي ادارې وايي چې ټول وژل شوي کسان ولسي وګړي دي او اوس مهال د سپین بولدک په یو شمېر سیمو کې د هغوی مړي پاتې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه