طالبان ټینګار کوي تر هغې چې په افغانستان کې نوی حکومت رامنځته شوی نه وي، په دغې هېواد کې به سوله ټينګه نه شي.
طالبان وايي دغه ډله نه غواړي چې واک انحصار کړي، خو هغوی ټینګار کوي په افغانستان کې به سوله تر هغې ټينګه نه شي چې په کابل کې نوی حکومت رامنځته نه شي او ولسمشر اشرف غني له واکه لېرې شي.
د طالبانو د مرکچي پلاوی غړی او په قطر کې د طالبانو ویاند له اسوشیټډ پرس خبري اژانس سره په مرکه کې پر افغان حکومت تور پورې کړ چې پخلاینه نه غواړي او غواړي چې طالبان تسلیم شي او غواړي خپل کار ته دوام ورکړي.
د هغه په وینا، د حکومت دغه دریځ له واقعیت څخه لېرې دی.
ښاغلي شاهین وویل:«هغوی یعنې حکومت پخلاینه نه غواړي، خو غواړي چې تسلیم شو. هغوی غواړي چې راشئ او اوربند وکړئ خو خپل حکومت لکه څرنګه چې دی هماغسې دوام پيدا ولري. نو پر دې اساس دا یو واقعي او عملي کړنه نه ده. اړینه ده چې ټول افغانان باید یو نوی حکومت ولري او یا پر هغه هوکړه وشي او دا حکومت په کابل کې د حکومت ځای ناستی شي او دا حکومت زموږ او ټولو افغانانو لپاره د منلو وړ وي.»
نوموړي زیاته کړه:«زما په ګډون هېڅ افغان د کورنۍ جګړې غوښتونکی نه دی. او زه فکر کوم ټول افغانان باید د خپلو ملي او اسلامي ارزښتونو په هکله سره راغونډ شي او نرمښت وښيي.»
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په هکله خبرې اترې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن له خپل قطري سیال سره له لیدنې وروسته اعلان وکړ چې دوحه د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو کوربتوب سره له واشنګټن سره همکاري کوي.
په دغو خبرو اترو کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر له امریکا سره د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
ښاغلي بلنکین په دې هکله وویل:«د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو کوربتوب او البته له موږ سره کار، د غزه د خلکو د ملاتړ لپاره له اسرایل او فلسطینیانو سره همکاري له هغو مسایلو دي چې پر هغو مو بحث وکړ.»
په دې اړه مو اندونه