Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا له خطر سره مخ افغانانو لپاره ۸ زره نورې ویزې صادرې کړې

د امریکا متحده ایالتونو استازو جرګې هغه طرحه تصویب کړه چې دغه هېواد ته د زرګونه نورو افغانانو د ورتګ لار پرانېزي.

د دې جرګې غړو هغه طرحه تصویب کړه چې اته زره افغانان د خپلو کورنیو له زرګونه غړو سره د امریکا د کډوالۍ ځانګړې وېزه  ترلاسه کړي.

افغانانو ته د امریکا د کډوالۍ د ځانګړو ویزو شمېر څه باندې ۷۳ زرو ته رسېدلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس وايي:«ښه، زه څو ټکو ته اشاره کوم، لومړی SIV پروګرام له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ویستلو په تړاو د ولسمشر د اعلامیې له  خپرېدو سره پېل نه شو او په واقعیت کې له ۲۰۰۸ کاله دغې ادارې اصلي افغان متقاضیانو او د هغوی د کورنۍ پر شرایطو برابرو غړو ته د ځانګړې کډوالۍ څه باندې ۷۳ زره وېزې صادرې کړې دي،په ۲۰۲۰ مالي کال کې مو د وېزو اصلي غوښتونکو او د هغوی د ژوند شریکانو او بچیانو ته د کډوالۍ نږدې ۸۰۰۰ وېزې صادرې کړې. دغه پروګرام د هغو افغانانو یو ډول ملاتړ دی چې په تېرو کلونو کې یې له بېلابېلو لارو له امریکا متحده ایالتونو سره مرسته کړې ده.»

په دغه طرحه کې د هغو کسانو کورنۍ هم شاملې دي چې په افغانستان کې یې له امریکايي پوځيانو سره د همکارۍ پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ټاکل شوې ده تر راروانو څو ورځو په ویرجنیا کې یوې پوځي اډې ته د ۲۵۰۰ هغو افغانانو د لېږد بهیر پېل شي چې د کډوالې د ځانګړې وېزې د ترلاسه کولو بهیر یې د امنیتي آزمویښت تر پړاوه مخته بیولی دی او دغه راز د قطر په څېر یوه درېیم هېواد ته د هغو افغانانو د لېږد بهیر دوام لري چې د پناه غوښتنې بهیر یې د امریکا د سفارت له لوري د تایید تر پړاو رسولی دی.
 
نډ پرایس زیاتوي:«موږ د اعلان لپاره د درېیم هېواد په نامه هېڅ هوکړه لیک نه لرو، خو له یو شمېر هېوادونو سره مو خبرې کړي او بحثونه روان دي، کله چې مو په دې تړاو نور معلومات ترلاسه کړل، هرو مرو به یې له تاسو سره شریک کړو.»

تمه کېږي چې د نویو وېزو په تایید سره شاوخوا ۶۰ زره افغانان امریکا ته ولاړ شي. په دې سره به د هغو افغانانو شمېر چې د سي آی وي د پروګرام له لارې امریکا ته تللي، شاوخوا ۱۳۰ زرو ته ورسېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه