Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ولسمشرغني او بایډن خبرې؛بایډن له افغان‌ځواکونو دملاتړ ډاډ ورکړی

ولسمشر محمد اشرف غني پرون د جمعې په ماښام، د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

ولسمشر غني وایي، د امریکا ولسمشر جوبایډن په دې ټیلیفوني اړیکه کې، د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنو د ساتنې پر مهموالي ټینګار کړی دی.

په دې خبرو کې د بدلون خو د دوه اړخیزو اړیکو په دوام بحث شوی دی.

ولسمشر غني پر ټویټر لیکلي:«ولسمشر بایډن ماته ډاډ راکړ، چې له افغان ملي امنیتي ځواکونو به ملاتړ ته دوام ورکوي. موږ ډاډه یوو، چې هغوی (امریکا) به افغانستان وساتي او دفاع به ترې کوي.»

ولسمشر غني دا هم پر ټویټر لیکلي:«موږ د سولې او امنیت لپاره د افغانانو پر راټولولو ټینګار کړی.»

د افغان ولسمشر او د امریکا د ولسمشر دا ټیلیفوني خبرې داسې مهال دي، چې افغانستان کې تاوتریخوالي زور اخېستی.

وړاندې ولسمشر غني ویلي، چې یوه امنیتي طرحه یې برابره کړې او پر بنسټ به یې اوسنی امنیتي وضعیت بدل شي او غوره به شي.

د دې طرحې پر بنسټ به، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به د لویو ښارونو، هوايي ډګرونو، لویو لارو، سټراټیژیکو ځایونو او سرحدي ښارګوټو د لا امنیت لپاره ګامونه اخلي.

تېرو دوو میاشتو کې شاوخوا ۲۰۰ ولسوالۍ طالبانو لاندې کړې دي او پر ځینو ښارونو یې بریدونه هم کړي دي.

خو افغان حکومت وایي، ځینې ولسوالۍ او د ځینو ښارونو اړوند سیمې یې هم بېرته له طالبانو راګرځولې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه