Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د داعش او القاعده په ګواښونو د ملګروملتونو اندېښنه

ملګرو ملتونو خپل یو نوي رپوټ کې راغلي چې، د افغانستان بېلابېلو سیمو کې داعش او القاعده په څېر تروریستي ډلو ګواښونه په پراخېدو دي، چېرته چې د سولې د بهیر ډاډ نه‌شته او خطرونه ډېر دي، دا راز دغلته امنیتي وضعیت هم ټکنی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وړمه ورځ یو رپوټ خپور کړی او په‌کې یې لیکلي، له دې سره چې په ۲۰۲۰ کال کې کونړ او ننګرهار کې، د تلفاتو، مشرتابه او مالي اړخه داعش ډله وځپل شوه، خو دغه ډله نورستان، بادغېس، سرپل، بغلان، بدخشان، کندوز او کابل ته وغځېده او دغو ولایتونو کې ځای پر ځای شوه.

رپوټ کې دا هم راغلي، چې داعش ډلې د کابل شاوخوا کې خپل مرکزونه جوړ کړي او له هغو ځایونو پر لږکیو، فعالانو، دولتي کارکوونکو او افغان ملي امنیتي  او دفاعي بنسټونو کارکوونکو باندې بریدونه کوي.

رپوټ کې راغلي، چې داعش ډلې د جون په ۸ مه، بغلان کې د یوې بوږنوونکې پېښې مسوولیت ومانه چې په‌کې د هیلو ټرسټ ماین پاکۍ موسسې ۱۰ کارکوونکي ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول.

د رپوټ یوه برخه کې راغلي:"د داعش ډلې خراسان څانګې خپلې ډلې ته د نورو کسانو جذبولو او د نویو پلویانو خپلولو ته لومړیتوب ورکړی دی. د دې ډلې مشران تمه لري، چې طالبانو سره د سولې خبرې رد شي او دوی به بیا له سوریې، عراق او نورو سیمو نه کسان جذب کړي."

رپوټ کې راغلي، چې د داعش خراسان څانګې خپل فعالیت پراخ کړی دی، داسې چې یوه غړي هېواد د دې ډلې د وسله‌والو شمېر له ۵۰۰ تر ۱۵۰۰ تنو یاد کړی او یوه بل هېواد ویلي، چې شمېر یې کېدای شي ۱۰ زرو ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو رپوټ کې راغلي:"یوه هېواد ټینګار کړی چې داعش ډله تر ډېره ځمکتلو کې پټه ده. مشر یې شهاب المهاجر چې په ثناءالله یا شیخ تمیم مشهور دی، د الصدیق دفتر مشر هم دی."

رپوټ کې راغلي، چې تمیم او دفتر یې په خراسان څانګه او شاوخوا کې د داعش د حضور پراخولو مسوولیت لري.

د ملګرو ملتونو رپوټ کې دا هم ویل شوي، د ملګرو ملتونو څار ډلې خپل دوولسم رپوټ کې ویلي، چې القاعده د افغانستان په ختیخ، سویل او سویل ختیځ په ۱۵ ولایتونو کې حضور لري.

د ملګرو ملتونو څار ډله په ۲۰۱۱ کال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۱۹۸۸ پرېکړه‌لیک پر بنسټ جوړه شوې ده.

ملګري ملتونه وایي، د ثبات په نامه د القاعدې ډلې اوونیزې یوه خبرپاڼه کې افغانستان کې دننه د عملیاتو خبر خپور کړی دی.

رپوټ کې راغلي، چې القاعده د طالبانو ملاتړ سره، په کندهار، هلمند او نیمروز کې فعالیت لري.

رپوټ کې راغلي، د القاعده وسله‌وال چې زیات یې د افغانستان او پاکستان دي خو د بنګله‌دېش، هند او میانمار وګړي یې هم په جوړښت کې شته.

د مارچ میاشتې په ۳۰ مه نېټه، افغان ځواکونو په پکتیکا کې د القاعدې یو مهم قوماندان وژلی دی.

د ملګرو ملتونو یوه رپوټ کې راغلي، چې د طالبانو ساتنې سره کندهار، هلمند او نیمروز کې القاعده ډله فعالیت کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه