Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښوونځيو د امتحان پېل او پر زده کوونکو نجونو د بندیز لګول

که څه هم د پوهنې وزارت د ښوونځیو د پیلېدو اعلان کړی خو په هغو سیمو کې چې د طالبانو لاس ته لوېدلي او یا هم پکې جګړه روانه ده، بېلابېل راپورنه خپرېږي.

په ډېری ولایتونو کې د پوهنې مسوولین وايي چې دوی د نجونو او هلکانو په ښوونځیو کې د کال نیمايي ازموینو ته پوره چمتوالی لري؛ خو بیا په یو شمېر ولایتونو کې د انجونو ښوونځیو پر وړاندې بندیزونه لګول شوي او بیا ځينې نور یې د نظامیانو په سنګرونو بدل شوي دي.

په ورته وخت کې بیا طالبانو تر اوسه د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې د ښوونځيو د پرانیستلو په اړه څه نه دي ویلي.

له دې منځه د کندوز د پوهنې د ریاست په وینا،د دغه ولایت د ښوونځيو د ۳۰۹زره زده کوونکو له منځه ۴۰ سلنه یې نجونې دي او دغه نجونې باید تر څلورو ورځو پورې په داسې حال کې څلور نیم میاشنیو آزموینو ته حاضرې شي چې د دغه ولایت ځينې سیمې د طالبانو په لاس کې دي او په ځينوکې یې جګړه روانه ده.
  
د کندوز د پوهنې رییس نجیب ثاقب وویل:«د ځينو ښوونځيو ترڅنګ پوستې جوړې شوې دي چې دا هم د ننګونو له ډلې دي چې موږ ته یې ستونزې رامنځته کړې دي.»

په دې لړ کې په کندوز  ښار کې یو شمېر ښوونځي د بې ځایه شویو په سرپناه بدل شوي دي.
  
په کندوز کې د جګړې له امله بې ځایه شوی شاه‌جان وايي:«زموږ ماشومان دننه په ښوونځي کې دي بې ځایه شوي یوو. له زده کړو پاتې دي.»

په هرات ولایت کې چې د ښوونځيو یو مېلیون و ۱۲ زره زده کوونکي لري او نیمایي دغه زده کوونکي نجونې دي، اوس مهال د دغه ولایت ډېری ښوونځي په هغو سیمو کې دي چې طالبانو نیولي دي.

د هرات د پوهنې رییس زکریا رحیمي څرګندوي:«زموږ د نجونو په ښوونځيو کې زموږ ټول ښوونکي ښځينه دي او زموږ ټول کارکوونکي ښځينه دي؛ نو پر دې اساس زه فکر کوم چې طالبانو ته به هېڅ پلمه نه وي پاتې چې ښوونځي وتړي.»

د پوهنې وزارت هم په ټول هېواد کې د څلور نیم میاشنیو آزموینو د اخېستو لپاره پر چمتوالي ټینګار کوي.

د پوهنې وزارت ویانده نجیبه آرین وايي:«د زمري تر پنځمه ټول ښوونکي او زده کوونکي فرصت لري چې د ازموینې لپاره چمتووالی ونیسي او د زمري په شپږمه موږ ازموینې پیل وو.»

بل خوا په پکتیا کې چې اوس مهال یې ځينې سیمې د طالبانو په لاس کې دي، طالبانوته یو منسوب لیک خپور شوی چې په کې د پنځه ویشتو هغو ښوونکو او د پوهنې د کارکوونکو د لېرې کېدو خبره شوې چې د حکومت په ګټه یې تبلیغات کړي دي.

د پکتیا د ولایتي شورا غړی تاج‌محمد منګل په دې هکله زیاته کړه:«طالبانو له یوې خوا په دې سیمو کې د ښځینه طبقې لپاره ځانګړي شرایط وضع کړل او له بلخوا، د نجونو په ښوونځیو کې پوځي مرکزونه جوړ شوي دي.»

طالبانوپه پکتیا کې د ښوونکو او د پوهنې د کارکوونکو د ګوښه کولو په تړاو رپوټ ردوي خو د دې ډلې تر ولکې لاندې سیمو کې یې د ښوونځیو د پرانستلو په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې په یوه اعلامیه کې ټينګار کړی دی چې په ټولو دغو سیمو کې د روغتیا، پوهنې او کرنې خدمتونه دوام لري.

د هېواد د ښووونځيو د زده کوونکو شمېر ۹ مېلینو ۷۰۰ زرو ته رسېږي، په داسې وضعیت کې چې د وروستیو میاشتو له تاوتریخوالي مخکې ویل کېدل چې په افغانستان کې شاوخوا څلور مېلیون تنه د جګړې او نا امنیو له امله له ښوونې او روزنې بې برخې پاتې دي.

شریک یي کړئ