Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسټین: د افغان‌ځواکونو لومړنی کار د طالبانو د پرمختګ مخنیوی دی

افغانستان کې بېلابېلو سیمو کې د جګړې زور اخېستو سره، د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټین پرون (شنبه د زمري په دویمه) ویلي، د افغان ځواکونو لومړنی کار دادی، چې ډاډه شي د طالبانو د وړاندې تګ مخنیوی کوي، نو بیا به له لاسې وتلې سیمې بېرته نیسي.

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، اسټین د امریکا په الاسکاي ایالت کې خبریالانو ته ویلي:«هغوی خپل کسان هغو سیمو ته راټول کړي دي، چې د وګړو شمېر په‌کې ډېر دی. خو دا چې افغان ځواکونه به د طالبانو مخنیوی وکړي که نه؟ زه فکر کوم چې لومړنی کار چې باید وشي، دا دی، چې د طالبانو چټک پرمختګ راکم شي. خو وبه وینو چې څه کېږي؟»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن یو وار بیا افغان ځواکونو سره د امریکا د مالي مرستې ژمنه کړې او د سولې خبرو لپاره ډېپلوماټیکې هڅې یې دوه هومره کړې دي.

په ورته وخت کې جوبایډن وړمه ورځ، د افغانستان له اوسني وضعیته امریکا ته کډوال شویو افغانانو او له افغانستانه امریکا ته د ځانګړې کډوالۍ د ویزې پروسې لپاره، د بېړنیو اړتیاو له صندوق نه ۱۰۰ میلیونه ډالر بودیجه تایید کړه.

بل‌خوا سپینې ماڼۍ ویلي، چې ولسمشر بایډن له ولسمشر غني سره، د افغانستان پر اوسني وضعیت خبرې کړي او په دوه اړخیزو دایمي همکاریو یې ټینګار کړی دی.

له دې ټولو سره امریکا پر طالبانو غږ کړی، چې جدي مذاکرات وکړي.

له طالبانو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه غوښتنه په داسې حال کې مخې ته راغلې، چې د طالبانو یوه ویاند سهیل شاهین اوس اوس ویلي، چې افغانستان کې پر نوي حکومت تر توافق وړاندې به پر اوربند توافق و نه شي.

د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټین ویلي، د افغان ځواکونو ظرفیت پام وړ دی.

شریک یي کړئ